د چینای لوبډلي بریا کې د جدیجا مهم رول او جالبه لوبه.
کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي سیالیو په دوام نن د یاد لیګ نولسمه لوبه ترسره شوه.
ياده لوبه د چینای سوپر کینګز او رویال چلنجر بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
یاده لوبه ډیره جالبه وه. چي د لوبي پچه د چینای سوپر کینګز لوبډلې وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه. او د بنګلور لوبډلي ته يي توپ اچونه بلنه ورکړه.
چینای لوبډلي په ټاکل شوو شل اورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان ١٩١ منډې ترلاسه کړي او د بنګلور لوبډلې ته يي د ١٩٢ منډو هدف ورکړه.
د چینای لپاره جدیجا ترټولو جالبه لوبه وکړه. چي په ٢٨ توپونو باندي يي ٦٢ تیزي ناسوځیدلې منډې جوړي کړي. چي د جدیجا لخوا په یو اور کې د هارشل پټیل نه ٣٧ منډې ترلاسه کړي. چي پکې پنځه شپږیزي او یوه څلوره شامله وه.
همدارنګه د چینای لپاره فاف ډیفیلسي هم ښه توپ وهنه وکړه. چي په ٤١ توپونو باندې يي ٥٠ منډې جوړي کړي.
هارشل پټیل د هندوستان غوره لیګ کې لومړني توپ اچونکي شو چي په یو اور کې په دومره اندازه منډې ورکوي.
د بنګلور لپاره په توپ اچونه کې بیا هارشل پټیل دري ویکټې ترلاسه کړي.
د بنګلور لوبډلې ونه شو کولې چي یاد هدف ته ځان ورسوي. او دټولو لوبغاړو په سوځیدو سره يي په شل اورونو کي ١٢٢ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د چینای لوبډلې د ٦٩ منډو په توپیر وکټله.
د بنګلور لپاره پیډکل ښه توپ وهنه ترسره کړه. چي په ١٥ توپونو يي ٣٤ منډې جوړي کړي.
د چینای لپاره په توپ اچونه کې راویندرا جدیجا ښه توپ اچونه وکړه. چي په ٤ اورونو کې د ١٣ منډو په ورکولو سره دري ویکټې ترلاسه کړي.
باید یاده شي چي په روان لیګ کې دا د بنګلور د څلورو لوبو وروسته لومړني ماتې وه.
د لوبي غوره لوبغاړي جدیجا وپیژندل شوو. چي هغي په ٢٨ توپونو باندي ٦٢ ناسوځیدلې منډې جوړي کړي .او په توپ اچونه کي يي په څلورو اورونو کې د ١٣ منډو په ورکولو سره دري ویکټي ترلاسه کړي.
چي په دي سره د چینای لوبډله د اتو نمرو په درلودلو سره په لومړي خو بنګلور بیا په دوهم مقام کې قرار لري.
دیاد لیګ په دوام شلمه لوبه د حیدراباد او ډیلې ترمنځ روانه ده.