د وارنر تيروتنو حیدراباد اسانه لوبه وبایلله. | خبریال

د وارنر تيروتنو حیدراباد اسانه لوبه وبایلله.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو په دوام د یاد لیګ شلمه لوبه نن ماښام ترسره شوه.

یاده لوبه د ډیلې ګپیټلز او سنرایزر حیدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

چي د لوبي ټاس يا پچه د ډیلي لوبډلې وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه. او د توپ اچوني بلنه يي د حیدراباد لوبډلې ته ورکړه.

ډیلې لوبډلي په ټاکلو شل اورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان ١٥٩ منډې جوړي کړي او د حیدراباد لوبډلې ته يي د ١٦٠ منډو هدف ورکړه.

د ډیلي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي پراتیوي شاه ښه توپ وهنه وکړه. نوموړي په ٣٩ توپونو باندي ٥٣ منډې جوړي کړي. او لوبډلمشر ریشاپ پینټ بیا په ٢٧ توپونو باندي ٣٧ منډې جوړي کړي.

د حیدراباد لوبډلې لپاره په توپ اچونه کي سیترټ کاول ښه توپ اچونه وکړه. چي په څلورو اورونو کي یي د ٣١ منډو په ورکولو سره دوه ویکټې ترلاسه کړي. خو افغان لوبغاړي راشد خان بیا په څلورو اورونو کې د ٣١ منډو په ورکولو سره یوه ویکټه ترلاسه کړه.

سنرایزر حیدراباد که څه هم هدف ته یي ځان ونه رسوه خو لوبه یي مساوي کړه. حیدراباد لوبډلې په شل اورونو کي د اووه لوبغاړو په زیان ١٥٩ منډې ترلاسه او لوبه يي مساوي کړه.

د حیدراباد لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې کین ویلمسن د ٥١ توپونو په مرسته ٦٦ ناسوځیدلې منډې جوړي کړي. او جوني براستو بیا په ١٨ توپونو باندې ٣٨ چټکي منډې جوړي کړي. خو لوبډله يي تر بري ونه شوه رسوله.

د ډیلې لپاره بیا اویش خان او اګسر پټیل ښه توپ اچونه ترسره کړه. اویش خان په څلورو اورونو کې د ٣٤ منډو په ورکولو سره دري ویکټي ترلاسه کړي. او اګسر پټیل چي په دوه توپونو يي سر په سر دوه ویکټي ترلاسه کړي. نوموړي هم په څلورو اورونو کي د ٢٦ منډو په ورکولو سره دوه ویکټي ترلاسه کړي.

یاده لوبه مساوي او سوپر اور ته ولاړه.

په سوپر اور کې د حیدراباد لوبډلې لخوا ډیويډ وارنر او کین ویلمسن توپ وهني ته راغله. چي ویلمسن په ٣ توپونو باندي څلور منډې او ډیويډ وارنر بیا په ٣ توپونو باندي دوه منډې ترلاسه کړي. او ډیلې لوبډلې ته يي د اتو منډو هدف ورکړه.

د ډیلې لوبډلي لپاره سوپر اور بیا اګسر پټیل ترسره کړه چي پکي يي شپږ منډې ورکړي.

ډیلې لوبډلې وکولې شوو چي یاده لوبه په سوپر اور کې وکټي.

د لوبي غوره لوبغاړي پریټوي شاه وپیژندل شو. چي نوموړي په ٣٩ توپونو باندي يي ٥٣ منډې جوړي کړي وي.

ډیلې د یادي لوبي په کټلو سره د اتو نمرو په درلودلو سره د جدول دوهم مقام خو حیدراباد لوبډله بیا د دوه نمرو په درلودلو سره په اووم مقام کې قرار لري.

د یاد لیګ په دوام راتلونکي یوویشتمه لوبه د پنجاب کینګز او کلکتي نایټ رایډرز ترمنځ ماښام مهال ترسره کیږي.

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ