ايا پوهيږئ چې د اې پې ايل کومې لوبډلي ډير سوپر اورونه لوبولي؟ | خبریال

ايا پوهيږئ چې د اې پې ايل کومې لوبډلي ډير سوپر اورونه لوبولي؟

کريکبال وېب پاڼه- د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل چې د مينوالو لپاره د نورو سوداګريزو ليګونو په پرته ډير په زړه پوري او د نړۍ په سطحه د کرکټ د نورو سوداګريزو ليګونو په پرتله ډير مينوال هم لري.

بلخوا د سنرايزر حيدراباد او رويال چيلنجرز لوبډلي د اې پې ايل مهمې او پياوړې لوبډلي دي.

د سنرايزر حيدراباد او بنګلور لوبډلولوبي بيا ډيري جذباتي وي چې په مينوالو کې احساسات او جذبه راولې.

همدارنګه د بنګلور او حيدراباد لوبډلو د اې پې ايل ډير سوپر اورونه لوبولي دي.

د کرکټ مينوال د احساساتي او جالبو لوبو څخه ډير خوند اخلي چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل هم د کرکټ د نړۍ يو له احساساتي او جالبو ليګونو څخه دی او د نړۍ پياوړي لوبغاړي هم پکې لوبيږي.

د کرکټ د نړۍ يو له جالبو او احساساتي شيبو څخه هم هغه وخت دی چې د لوبي پای شيبې احساساتي او جالبي وي او يا هم د لوبي په پای کې د لوبي په ميدان کې د دواړه لوبډلو لوبه سره مساوي شي.

کله چې لوبه سره مساوې شي د ۱۰ دقيقو لپاره دواړو لوبډلو ته د يو يو بل اور د لوبولو حق هم ورکول کيږي ترڅو د لوبي ګټوونکی معلوم او لوبه يو طرفه پای ته ورسيږي.

دې ليکنه کې به د رويال چيلنجرز بنګلور او سنرايزر حيدراباد لوبډلو هغه جالب سوپر اورونه وپيژنئ چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې يې ترسره کړي دي. 

د هندوستان غوره ليګ کې د بنګلور او ډيلي لوبډلو ترمنځ په ۲۰۱۳ ز کال کې جالبه لوبه ترسره شوه چې د لوبي د برخليک معلومولو لپاره سوپر اور ترسره شو او سوپر او هم  د بنګلور لوبډلي وګټو.

د هندوستان غوره ليګ کې د حيدراباد او بنګلور لوبډلو ترمنځ په ۲۰۱۳ ز کال کې جالبه لوبه ترسره شوه چې د لوبي د برخليک معلومولو لپاره سوپر اور ترسره شو او سوپر او هم  د حيدراباد لوبډلي وګټو.

د هندوستان غوره ليګ کې د ممبۍ او حيدراباد لوبډلو ترمنځ په ۲۰۱۹ ز  کال کې جالبه لوبه ترسره شوه چې د لوبي د برخليک معلومولو لپاره سوپر اور ترسره شو او سوپر او هم د ممبۍ لوبډلي وګټو.

د هندوستان غوره ليګ کې د  ممبۍ او بنګلور لوبډلو ترمنځ په ۲۰۲۰ ز  کال کې جالبه لوبه ترسره شوه چې د لوبي د برخليک معلومولو لپاره سوپر اور ترسره شو او سوپر او هم د  بنګلور لوبډلي وګټو.

د هندوستان غوره ليګ کې د کلکتې او حيدراباد لوبډلو ترمنځ په  ۲۰۲۰ ز کال کې جالبه لوبه ترسره شوه چې د لوبي د برخليک معلومولو لپاره سوپر اور ترسره شو او سوپر او هم د کلکتې لوبډلي وګټو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ