د پنجاب کینګز او کلکتي لوبډلي سره نن مخ کيږي. ستاسو په نظر کومه لوبډله به یاده لوبه وکټي.
کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ سیالیو په دوام د یاد لیګ یوویشتمه لوبه نن ترسره کيږي.
یاده لوبه د پنجاب کینګز او کلکتي نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي.
پنجاب لوبډلي یاد غوره لیګ کې تراوسه پوري پنځه لوبي ترسره کړي. چي د پنځو لوبو څخه يي دوه لوبي کټلې او دري نوري لوبي يي بیا بایللي دي. او د جدول په پنځم مقام کې قرار لري.
همدارنګه د کلکتي لوبډله بیا په وروستي یعني اتم مقام کې قرار لري. چي د پنځو لوبو څخه يي یوه لوبه کټلي او څلور نوري لوبي يي بایللي دي.
همدارنګه د کلکتي لوبډلي او پنجاب لوبډلو تراوسه پوري خپلو کې اوویشت لوبي ترسره کړي.
چي اتلس لوبي يي د کلکتي لوبډلي کټلي او نهه لوبي بیا پنجاب لوبډلي کټلي.
او په یادو لوبو کې د کلکتي لخوا اوچت سکور ٢٤٥ منډې دي. او د پنجاب لوبډلې اوچت سکور په دي لوبو کې ٢١٤ دي.
او په روانو لوبو کي د پنجاب لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي بیا کیل راهول ښه لوبه کړي. نوموړي په پنځو لوبو کي د ٢٢١ منډې د پنجاب کیګنز لپاره جوړي کړي. چي دري نیمه سلیزي يي هم ترلاسه کړي. او په یوه لوبه کي يي اوچت سکور ٩١ دي.
بل لوبغاړي چي دپنجاب لوبډلي لپاره په روانو لوبو کي ښه توپ وهنه کړي هغه ماین اګروال دي. چي په پنځو لوبو کي د پنجاب لپاره ١٣٠ منډې ترلاسه کړي. او اوچت سکور يي ٦٩ دي.
خو د کلکتي لوبډلي لپاره بیا نیتش رانا په روانو لوبو کي ښه توپ وهنه ترسره کړي ده.
نوموړي په پنځو لوبو کي د کلکتي لوبډلي لپاره ١٨٦ منډې ترلاسه کړي.
بل لوبغاړي چي د کلکتي لپاره يي ښه توپ وهنه ترسره کړي ده. هغه راهول ټراپتي دي.چي په پنځو لوبو کي يي ١٢٧ منډې جوړي کړي دي.
که چيري د پنجاب لوبډله یاده لوبه وکټي نو د جدول څلورم مقام ته به ورسیږي او د ممبیی لوبډله به شاته کړي.
اوسمهال په لومړي مقام کي د چینای لوبډله د اتو نمرو په درلودلو سره په لومړي ځاي لري.
ډیلي لوبډله هم د اتو نمرو په درلودلو سره د جدول دوهم مقام کې قرار لري.
او بنګلور لوبډله بیا د جدول په دریم مقام کې ځاي لري.
د پنجاب کینګز او کلکتي لوبډلو ترمنځ یاده لوبه نن ماښام شپږ بجي ترسره کيږي.