ايا د ۲۰۲۱ کال هغه لوبغاړي پيژنئ چې ډيري منډي لري؟ | خبریال

ايا د ۲۰۲۱ کال هغه لوبغاړي پيژنئ چې ډيري منډي لري؟

کريکبال وېب پاڼه- که څه هم د ۲۰۲۰ ز کال د پيل راهيسې  کرونا وبا د نړۍ لپاره ډيره ټکان ورکوونکي پديده وه چې د ژوندانه د نورو برخو ترڅنګ يې د سپورټ په ډګر هم ناوړه اغيز وکړه.

د څه کم يو کال پورې د سپورټ د ډګر په تيره بيا د کرکټ د نړۍ زياتره لوبغاړي په کورونو کې قرنطين وه او د لوبو کولو څخه ليرې وه.

د لوبو نه لوبول او د کرکټ له ميدان څخه د ډير وخت لپاره ليرې پاتې کيدل هم د يو لوبغاړې لپاره ښه نه دي او هم ورسره د لوبغاړو فيټنس او د تجربې کمزورې کيږي.

همدا وه چې نوري نړيوالي لوبي هم ترسره نه شوي او د کرکټ سوداګريز ليګونه هم په داسې ډول ترسره شول چې د کرونا ويروس لپاره کوم محدوديتونه ورکړل شوي وه د هغه په مراعت کولو سره د ليګونو لوبي ترسره شوي.

خو، په هر حال دې ليکنه کې به د ۲۰۲۰ ز څخه وروسته د ۲۰۲۱ ز کال د ۲۰ اوريزه لوبو هغه پياوړي لوبغاړي وپيژنئ چې ۲۰۲۱ ز کال کې يې ډيري منډي ترسره کړي دي.

۱- محمد رضوان چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبدلي يو پياوړی توپ وهوونکی دی په ۲۰۲۱ ز کال کې يې د منډو له اړخ څخه تر نورو لوبغاړو مخکې ۵۳۰ منډي ترسره کړي دي.

۲- د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي مشر بابر اعظم هم د هغه لوبغاړو ليست کې چې په ۲۰۲۱ ز کې يې ډيري منډي ترسره کړي دوهم مقام لري، بابر اعظم په ۲۰۲۱ ز کال کې ۳۵۴ منډي ترسره کړي ده.

بابر اعظم وکولی شو چې د زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي په وړاندې په درېيمه شل اوريزه لوبه کې د ۵۲ منډو په ترلاسه کولو سره په ۵۲ لوبو کې ۲۰۰۰ چټکي منډي ترلاسه کړي.

همدارنګه د پاکستان او زمبابوي ترمنځ دوهمه لوبه کې بابر اعظم ژر وسوځيد که چيري په هغه لوبه کې بابر اعظم د ډير وخت لپاره د لوبي په ميدان پاتې شوی وی نو کیدی شول بابر اعظم ۲۰۰۰ چټکي منډي په ۵۱ لوبو کې ترلاسه کړي.

۳- مارتين ګوپټل د نيوزلينډ پياوړی توپ وهوونکی دی چې په ۲۰۲۱ ز کال شل اوريزه لولو کې ۳۱۸ منډي لري.

۴- ډېوون کانوی- هم نيوزلينډی توپ وهوونکی دی او د ۲۰۲۱ ز کال شل اوريزه لوبو کې ۲۹۹ منډي لري.   

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ