په آی پي سیالیو کې د لوبغاړو ادلون او بدلون.
کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالي چي د نړي ډیري مهم او غوره تجارتي لیګ دي.
یاد لیګ چي هر کال ترسره کیږي. سږ کال په هندوستان هیواد کي د کرونا ویروس د ډیروالي له امله هم یاد لیګ له خطر سره مخ ده.
دا چي هندوستان هبواد کي هره ورځ د کرونا نوي او تازه پیښي په ډیر شمیر سره ثبتيږي.
همدارنګه یو شمیر لوبغاړو دا هم ويلي چي د یاد لیګ پاتي لوبي به ترسره نه کړي او خپلو هیوادونو ته به ستانه شي. چي په یادو لوبغاړو د استرالیه هیواد دوه لوبغاړي هم شامل دي.
اوس په آی پي ایل سیالیو کې د ادلون او بدلون پروسه نن شروغ کیږي.
اوس د هندوستان غوره لیګ کي هره لوبډله کولي شي. چي د بلي لوبډلي څخه دري لوبغاړي په قرض کي ترلاسه کړي.
خو په دي چي د یادو لوبغاړو به د خپلو لوبډلو سره د دوه څخه زیاتي لوبي نه وي ترسره کړي.
همدارنګه راجستان لوبډله څلور بهرني لوبغاړي لري. چي جاس بټلر، ډیويډ میلر،کریس موریس،او مستفظ الرحمن شامل دي.
که دوي د سنرایزر حیدراباد څخه د مجیب الرحمن او یا هم د محمد نبي د قرض غوښتنه وکړي. نو غوره پریکړه به وي.
همدارنګه یاد اصول د هندوستان د بي سي سي آي کنټرول اداري څو کاله مخکي وضع کړي وه.
چي تر راتلونکي میاشتي ٢٥ نیټې پوري به لوبډلي کوشش او هڅه کوي. تر څو د نورو لوبډلو څخه غوره لوبغاړي په قرض کي ترلاسه کړي.
همدارنګه مجیب الرحمن چي په ٢٠٠١ کال د مارچ د میاشتي په ٢٨ نيټه په خوست کي زیږدلي.
مجیب الرحمن تیر کال د پنجاب لوبډلي په ١.٥ کروړه هندي کلدارو اخیستي وه.
چي په ٢٠١٨ کي څوارلس ویکټي ترلاسه کړي. په ٢٠١٩ کال کي بیا دري ویکټي ترلاسه کړي.خو په ٢٠٢٠ کال کي يي بیا کومه ویکټه ترلاسه نه کړه.
په ٢٠٢١ کال کي بیا د پنجاب لوبډلي پریښوده او سنرایزر حیدراباد لوبډلي واخیستو.چي په یوه لوبه کي ورته چانس ورکړو.چي یاده لوبه کي يي دوه ویکټي ترلاسه کړي.
که چيري مجیب الرحمن کومه لوبډله يي په قرض کي د حیدراباد څخه ترلاسه کړي. نو غوره پریکړه به وي.
ځکه چي اوسمهال د حیدراباد لوبډلي سره دري افغان لوبغاړي لوبيږي.