کېومېنس د هند ولس سره د وبا د مخنيوي لپاره ډيره مرسته اعلان کړه. | خبریال

کېومېنس د هند ولس سره د وبا د مخنيوي لپاره ډيره مرسته اعلان کړه.

کريکبال وېبپاڼه- په دې وروستيو کې په هندوستان کې د کرونا وبا درېيمه څپه په چټکۍ سره روانه ده چې هندوستان کې دور تر بلې د نړۍ په سطحه د ريکارډ په کچه د کووېډ-۱۹ ويروس مثبتې پيښې ثبت کيږي.

که څه هم هره ورځ په هندوستان کې تقريبا ۳ ميليون تنو ته د کرونا ضد واکسین تطبيق کيږي خو له دې سره سره هم هندوستان د کرونا خونړۍ څپې لاندې دی.

هندوستان کې د کرونا ويروس د دريېمې څپې د مثبتو پيښو د زياتوالي يو اصلي لامل هم په هغه هيواد کې د کرونا ويروس د دريېمې څپې د پيل سره د هند ولس د بيغورۍ او د کرونا ويروس لپاره د ورکړل شويو محدوديتونو د نه مراعت کول دي.

د هند ولس سره د کرونا وبا د درېيمې څپې د مثبتو پيښو د مخنيوي لپاره يو شمير نړيوالو هيوادونو ترڅنګ د کرکټ د نړۍ يو ځلانده ستوري د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلي او د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د کلکته نايټ رايډرز الرونډر لوبغاړې پېټ کېومېنس هم د خپلي شخصې شتمنۍ څخه ۵۰ زره ډالر مرسته اعلان کړه.

د اسټراليا د کرکټ ملي لوبډلي او د هندوستان د سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلي الرونډر لوبغاړی پېټ کېومېنس په هند کې د کرونا ويروس د خونړۍ څپې په اړه د هند ولس سره غمشريکي کړي او ويلي يې دي،

( زه د هندوستان ولس سره د کرونا ويروس په دغه خونړې حالت کې ځان شريک بولم د هندوستان ولس د نړۍ ډير شريف ولس دی، هر کله چې زه د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې هندوستان ته ولاړ شم هلته د هند ولس موږ ته ډيره مينه راکوي.

زه هم اوس د کرونا ويروس د دريېمې خونړۍ څپې چې د بل هر حالت څخه يې د هند ولس ډير ځپلی دی زه د خپلي وڅ مطابق ۵۰ زره ډالر د هندستان سره د وبا د مخنيوي لپاره ورکوم.

د نړيوالي ټولنې، د نړۍ پرمختللو هيوادنو، د کرکټ د نړۍ شتمنو لوبغاړو او د نړۍ شتمنو خلکو څخه هم هيله کوم چې په دغه سخت حالت کې د هند ولس مرسته او لاسنيوی وکړي ).

پېټ کېومېنس اسټراليايې لوبغاړی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ