کلکتي لوبډلي وکولې شول چي پنجاب ته ماتي ورکړي. | خبریال

کلکتي لوبډلي وکولې شول چي پنجاب ته ماتي ورکړي.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ سیالیو په دوام نن د یاد لیګ یوویشتمه لوبه ترسره شوه.

یاده لوبه د کلکتي نايټ رايډرز او پنجاب کینګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبي ټاس يا پچه د کلکتي لوبډلي وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه. او دپنجاب لوبډلي ته يي د توپ وهني بلنه ورکړه.

پنجاب لوبډلي په ټاکل شوو شل اورونو کي د نهو لوبغاړو په زیان سره ١٢٣ منډې ترلاسه کړي.او د کلکتي لوبډلي ته يي په شل اورونو کي د ١٢٤ منډو هدف ورکړه.

د پنجاب کیګنز لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي ماینګ اګروال او ګریس جورډن ښه توپ وهنه وکړه.ماینګ اګروال په ٣٤ توپونو باندي ٣١ منډې جوړي کړي.او ګریس جورډن بیا په ١٨ توپونو باندي چټکي ٣٠ منډې جوړي کړي.او د کلکتي لوبډلي لپاره يي ١٢٤ منډې هدف وټاکه.

د کلکتي لوبډلي ته په اچونه کې پراسید کریشانا ښه توپ اچونه ترسره کړه. چي په څلورو اورونو کې د ٣٠ منډو په ورکولو سره دري ویکټي ترلاسه کړي.
بل لوبغاړي سونیل نارین هم د کلکتي لوبډلې لپاره ښه توپ اچونه ترسره کړه. نوموړي هم په څلورو اورونو کې د کمو ٢٢ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول. پټ ګمینز هم دوه ویکټي ترلاسه کړي.

کلکتي لوبډلي و کولو شو چي یاد هدف پوره کړي. په ١٦.٤ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په زیان ١٢٦ منډې ترلاسه کړي او د پنجاب لوبډلې ته يي په پنځو ویکټو ماتي ورکړه.

د کلکتي لپاره په توپ وهنه کې یوون مورګن په ٤٠ توپونو په مرسته ٤٧ ناسوځيدلي منډې جوړي کړي. او راهول ټراپاتي بیا په ٣٢ توپونو باندي ٤١ منډې ترلاسه کړي.

د پنجاب لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې موسیس ،ډيبګ هوډا او محمد شمي یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د لوبي غوره لوبغاړي یوون مورګن وټاکل شو. چي په ٤٠ توپونو باندي ٤٧ ناسوځيدلي منډې جوړي کړي وي.

کلکتي لوبډلي د یادي لوبي په کټلو سره د څلورو نمرو په درلودلو د جدول په پنځم مقام کي قرار لري.خو پنجاب لوبډله بیا په شپږم مقام کي قرار لري.

همدارنګه د یاد لیګ په دوام راتلونکي دوه ویشتمه لوبه د بنګلور او ډیلي ګپیټلز ترمنځ سبا ماښام شپږ بجي ترسره کيږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ