جدېجا هغه کار وکړ چې بل هيڅ لوبغاړې ونه شو کړی | خبریال

جدېجا هغه کار وکړ چې بل هيڅ لوبغاړې ونه شو کړی

کريکبال وېبپانه- روېندرا جدېجا چې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي سره د ۲۰۰۹ ز کال راهيسې لوبيږي د کرکټ يو له تجربه کارو لوبغاړو څخه دی.

روېندرا جدېجا د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي او د هندوستان په سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې چينای سوپر کينګز لوبډلي په ګټه په کيڼ لاس هم توپ وهنه او هم په کيڼ لاس توپ اچوونه ترسره کوي يعني روېندرا جدېجا يو الرونډر لوبغاړی دی.

روېندرا جدېجا د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل په تاريخ کې د ځان لپاره ډير ستر ريکارډ په خپل نوم کړ.

روېندرا جدېجا د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل په ۱۴ سيزن يا ۲۰۲۱ ز کال سياليو کې د رويال چيلنجرز بنګلور او چينای سوپر کينګز لوبډلو ترمنځ سيالۍ کې ريکارډ جوړ کړ.

روېندرا جدېجا د رويال چيلنجرز بنګلور د پياوړې توپ اچوونکې هارېش پاټېل څخه په يوه اور کې ۳۷ منډي ترلاسه کړي.

د روېندرا جدېجا په ۳۷ منډو کې ۵ شپږيزي ۱ څلوريزه يو نوبال او په يو توپ ۲ چټکې منډې ترلاسه کړي، چې ټولټال يې ۳۷ منډي کيږي.

هارېش پاټېل د ۲۰۲۱ ز کال کې د رويال چيلنجرز لوبډلي غوره او پياوړی توپ اچوونکی دی چې په ۵ لوبو کې يې ۱۵ ويکټي ترلاسه کړي دي.

هارېش پاټېل د هغه توپ اچوونکو په جدول کې چې د ۲۰۲۱ ز کال اې پې ايل يا هندوستان غوره ليګ سياليو کې ډيري ويکټي لري لومړی مقام لري.

خو بيا روېندرا جدېجا د ۲۰۲۱ ز کال هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل سياليو کې د هغه توپ اچوونکي په وړاندې د ځان لپاره بل ريکارډ په خپل نوم کړ چې د جدول سر کی لومړی مقام لري.

روېندرا جدېجا د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل په ۱۴ سيزن يا د ۲۰۲۱ ز کال سياليو کې د خپل ځان لپاره يو داسې تاريخې ريکارډ جوړ کړ چې نه د اې پې ايل په تاريخ کې کوم داسې لوبغاړی دی چې داسې توپ وهنه ترسره کړي او د ځان لپاره د اې پې ايل په تاريخ داسې يو ستر وياړ په نوم کړي.

تر ډير امکان دې ولري چې په يو اور کې د ۳۷ منډو ترلاسه کول د جدېجا په نوم پاتي شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ