بنګلور د ډیلي پر وړاندي، ستاسو په نظر څوک به بریا ترلاسه کړي. | خبریال

بنګلور د ډیلي پر وړاندي، ستاسو په نظر څوک به بریا ترلاسه کړي.

کریبکال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو په دوام نن دوه ویشتمه لوبه د ډیلي لوبډلي او بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

ياده لوبه چي د روان لیګ دوه ویشتمه لوبه ده. د ماښام په شپږو بجو به ترسره شي.

همدارنګه اوسمهال په هندوستان هیواد کې د کرونا ویروس ډیر په چټکي روان دي. او شاید یاد لیګ د کرونا اوبا ښکار شي.

ځکه چي یوشمیرو بهرني لوبغاړو ترڅنګ کورني لوبغاړو هم د یاد لیګ پاتي لوبي پریښي او کورونه ته تللي دي.

روین چندرا اشوین او د استرالیه دوه لوبغاړو یاد لیګ د کرونا ویروس د زیاتوالي له امله پریښي او کورونو ته تللي دي.

رویال چلنجر بنګلور او ډيلي ګپیټلز لوبډلو په خپل منځ کې تراوسه پوري ٢٦ لوبي ترسره کړي. چي زیاتي پنځلس لوبي بنګلور لوبډلي کټلي او لس لوبي ډیلې لوبډلې کټلي.او همدارنګه یوه لوبه بیا بي پایلې پاي ته رسیدلي ده.

د بنګلور لوبډلي لپاره په روان آی پي ایل سیالیو ګلین ماکسویل ښه توپ وهنه کړي ده. چي په پنځو لوبو کې يي ١٩٨ منډې يي ترلاسه کړي.

همدارنګه ډیويډټ پټکال هم د بنګلور لپاره په څلورو لوبو کې ١٧١ منډې ترلاسه کړي.

خو لوبډلمشر ويرات کوهلی بیا په پنځو لوبو کې ١٥١ منډې ترلاسه کړي دي.

د ډیلي لوبډلي لپاره شګر دهوان ښه توپ وهنه ترسره کړي ده. چي په پنځو لوبو کې يي ٢٥٩ منډې ترلاسه کړي دي.

پراتي شاه هم د ډیلي لپاره ښه توپ وهنه ترسره کړي. هغي په پنځو لوبو کې ١٦٦ منډې د ډیلي لوبډلي لپاره ترلاسه کړي دي.

خو لوبډلمشر ریشاپ پنټ په پنځو لوبو کې يي ١٢٥ منډې د ډیلي لوبډلي لپاره ترلاسه کړي دي.

که چیري هره لوبډله یاده لوبه وکټي نو لومړي مقام به ترلاسه کوي.

که چيري رویال چلنجر بنګلور لوبډله یاده وکټي نو د دریم مقام څخه لومړي مقام ته ځان رسولي شي.

په لومړي مقام کې د چینای لوبډله د اتو نمرو په درلودلو سره قرار لري.

دوهم مقام بیا دډیلي لوبډلي سره دي. چي د پنځو لوبو څخه يي څلور لوبي کټلي او یوه لوبه یي بایللي ده.

د یاد لیګ په دوام راتلونکي درویشتمه لوبه د چینای سوپر کینګز او سنرایزر حیدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ