وارنر او سمیت هم آی پي ایل پریښوده. | خبریال

وارنر او سمیت هم آی پي ایل پریښوده.

کریکبال وېبپاڼه / وارنر او سمیت هم آی پي ایل پریښوده.

د هندوستان غوره لیګ چي سږ کال د اتو لوبډلو ترمنځ شروغ شوي لا هم دوام لري.

دا چي تراوسه پوري د یاد لیګ یوویشت لوبي ترسره شوي. نو د زیات امکان شته چي یاد لیګ د کرونا اوبا د خطر سره مخ شي.

دا په داسي خال کې ده چي په هندوستان هیواد کي د کرونا مثبتي پیښي تر نور وخت یو ځل بیا زیاتي شوي.

چي یو شمیر لوبغاړو د یاد لیګ د پریښودو پریکړه وکړه.

روین چندرا اشوین او دوه استراليه يي لوبغاړو مخکي نه د یاد لیګ د پریښودو پریکړه کړي وه.

چي اوس تازه د حیدراباد لوبډلي لوبډلمشر او او پنر توپ وهونکي او سمیت دواړو تازه د یاد لیګ د پر يښودو خبر ورکړه.

دا په داسي خال کې ده چي کرونا اوبا په هندوستان کي اوج ته رسیدلي او د زیات شمیر خلکو ژوند اخلي.

ډیويډ وارنر د حیدراباد لوبډلي لوبډلمشر او اوپنر توپ وهونکي وه.

ډیويډ وارنر د ٢٠٠٩ کال څخه د حیدراباد لوبډلې برخه وه. چي د حیدراباد لوبډلي لپاره يي ښي لوبي ترسره کړي.

ډیويډ وارنر چي په چپ لاس توپ وهنه کوي.او همدارنګه ليګ سپین بالینګ هم ترسره کوي.

په ٢٠٠٩ کال کې يي د آی پي ایل لوبي شروغ کړي. او اوس هم په یاد لیګ کې لوبيږي. خو د کرونا اوبا له امله يي په سږني ٢٠٢١ کال آی پي ایل سیالیو کې د حیدراباد لپاره پنځه لوبي ترسره کړي.

په پنځو لوبو کي يي د حیدراباد لپاره يي ١٣٦ منډې ترلاسه کړي.

نوموړي مخکي د دينه چي د استرالیه او هندوستان ترمنځ الوتني بندي شي. باید یاد لیګ پریږدي او استرالیه ته ولاړ شي.
همدارنګه باید یاده شي چي حیدراباد لوبډله خپله شپږمه لوبه د چينای سوپر کینګز لوبډلي سره ترسره کوي.

که چيري وارنر یاد لیګ پریږدي او استرالیه ته لاړ شي نو حیدراباد لوبډله به د اوپنینګ او لوبډلمشري کې د ستونزو سره مخ شي.

حیدراباد لوبډلي تراوسه پوري د یاد لیګ د پنځو لوبو څخه یوه لوبه کټلي ده.او د دوه نمرو په درلودلو سره د جدول وروستي یعني اتمام مقام کې ده .

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ