آیا په سږني آی پي ایل کي د زیاتو منډو جوړولو کې افغان لوبغاړي شتون لري. | خبریال

آیا په سږني آی پي ایل کي د زیاتو منډو جوړولو کې افغان لوبغاړي شتون لري.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو کې د زیاتو منډو جوړولو کې افغان لوبغاړي شتون لري.

اورینج ګيپ یا نارنجي خوالي هغه لوبغاړي ته ورکول کيږي چي تر ټولو يي زیاتي منډې جوړي کړي وي.

مونږ دلته هغه پینځه غوره لوبغاړي در پیژنیو چي په سږنې آی پي ایل کې تراوسه پوري زیاتي منډې ترلاسه کړي وي.

لومړي: شکر دهوان دي. چي د ډیلي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي. په سږني آی پي ایل کي تراوسه پنځه لوبي ترسره کړي.

په يادو پنځو لوبو کې يي ٢٥٩ منډې ترلاسه کړي.چي په اوسط ډول يي په هره لوبه کې يي ٥١.٨٠ منډې ترلاسه کړي. او په یوه لوبه کي اوچت سکور ٩٢ دي.

دوهم : کیل راهول دي. چي د پنجاب لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي.

نوموړي په شپږو لوبو کي ٢٤٠ منډې د پنجاب لوبډلي لپاره ترلاسه کړي. او په اوسط ډول يي په هره لوبه کې يي ٤٨.٠٠ منډې ترلاسه کړي. او په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ٩١ دي.

دریم : فاف ډیفلیسي دي. چي د چینای سوپر کینګز لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.

نوموړي هم په پنځو لوبو کې د ٢١٤ منډې ترلاسه کړي.

په اوسط ډول يي په هره لوبه کې يي ٧١.٣٣ منډې ترلاسه کړي.او په یوه لوبه کې يي اوچت سکور ٩٥ ناسوځیدلي منډې دي.

څلورم : جوني پراستو چي د حیدراباد لوبډلي لپاره لوبه ترسره کوي.

نوموړي هم په پنځو لوبو کې ٢١١ منډې ترلاسه کړي. چي په هره لوبه کې يي په اوسط ډول ٥٢.٧٥ منډې ترلاسه کړي. او په یوه لوبه کې اوچت سکور ٦٣ ناسوځیدلي دي.

پنځم : د ممبیی انډیز لوبډلي لوبډلمشر او اوپنر توپ وهونکې روهیت شرما دي.

هغي په پنځو لوبو کې ٢٠١ منډې ترلاسه کړي. چي په اوسط ډول يي په هره لوبه کې يي ٤٠.٢٠ منډې ترلاسه کړي. او په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ٦٣ دي.

باید یاده شي چي په یادو لوبغاړو کې افغان لوبغاړي شتون نلري. ځکه چي د هندوستان غوره لیګ کې دري واړه افغان لوبغاړي د حیدراباد لوبډلې سره لوبيږي. نو د لوبيدو چانس محمد نبي او مجیب الرحمن ته ډیر نه ورکوي.

اورینج ګیپ هر کال هغه لوبغاړي ته ورکول کيږي چي تر نورو لوبغاړو ډیري منډې ترلاسه کړي.

چي تیر کال یاد اورینج ګیپ کیل راهول ترلاسه کړي. چي ٦٧٠ منډې ترلاسه کړي وي.

خو سږکال یاد ګیپ د ډيلي لوبډلي د لوبغاړي شکر دهوان سره دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ