کرکټ کې په ۱ توپ د ۱۲ منډو د نوې قانون وړانديز | خبریال

کرکټ کې په ۱ توپ د ۱۲ منډو د نوې قانون وړانديز

خبریال وېبپاڼه- د کرکټ په ډګر کې د وخت په تيريدو سره ډير تغيرات رامنځ ته کيږي او همدارنګه د وخت په تيريدو سره نوې قوانين او مقررات هم په کې وضع کيږي.

اوس مهال د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې ته د کرکټ په ډګر کې د يو نوې قانون د وضع کيدو وړانديز شوی تاسو څه فکر کوئ ايا د کرکټ نړيواله شورا يا اې سې سې به د کرکټ په ډګر کې د هغه نوې قانون د وضع کيدو وړانديز تائيد يا رد کړي چې ورته وړاندې شوی دی؟

د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې ته د انګستان د کرکټ ملي لوبډلي پخوانې لوبغاړې کئوېن پېټرسن په يو بال د ۱۲ منډو د رامنځته کيدو وړانديز کړی دی.

کئوېن پېټر سن په خپله ټويټر پاڼه ليکلي ( زه د کرکټ د نړيوالي شورا يا اې سې سې څخه د کرکټ په ډګر کې د يو نوې قانون د رامنځته کيدو غوښتنه کوم.

زه غواړم چې د کرکټ په ډګر کې په ۱ توپ د ۱۲ منډو نوی قانون په هغه صورت کې رامنځ ته شي چې کله يو توپ وهوونکی په يو توپ شپږيزه ووهې او د هغه شپږيزې د اوږدوالی د ۱۰۰ مترو واټن څخه ډيره وي.

زه ځکه په ۱ توپ د ۱۲ منډو د جوړيدو غوښتوونکی يم چې يو لوبغاړی په خپل ټول توان سره شپږيزه ووهې او د هغه شپږيزې واټن د ۱۰۰ مترو څخه ډير وي او د ۱۰۰ مترو په واټن سره شپږيزه وهل هم څه اسان کار نه دی بايد په هغه صورت کې چې يو لوبغاړی د ۱۰۰ مترو په واټن سره شپږيزه ترلاسه کوي نو د هغه د توپ وهنې قدر وشې ).

د کئوېن پېټر سن دا وړانديز د کرکټ نړيوالي شورا ته څه عجيب او جالبه هم بريښې د کرکټ ډيرو مينوالو د کئوېن پېټر سن وړانديز ته چې په ۱ توپ د ۱۲ منډو جوړيدل دي تبصري کړي دي.

د کرکټ ګڼو مينوالو د کئوېن پېټر سن په ۱ توپ د ۱۲ منډو جوړيدو سره همغږي ښودلي خو ګڼو نورو بيا د کئوېن پېټرسن د نوې قانون د واړنديز سره مخالفت ښودلی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ