مجيب الرحمن د يو نيک کار په ترسره کولو سره زړونه وګټل | خبریال

مجيب الرحمن د يو نيک کار په ترسره کولو سره زړونه وګټل

کريکبال وېبپاڼه- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي پياوړی ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمن په خوست ولايت کې د بې وزله او غريبو هيوادوالو سره د خوراکې توکو مرسته وکړه چې هيوادوالو د ملي لوبغاړې دا کار وستايه او هغه څخه يې په ټول هيواد کې د بې وزله هيوادوالو د لاسنيوي غوښتنه وکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړې توپ اچوونکې تيره ورځ په خپله فسبوک پاڼه ليکلي وه چې،

( نن مې په خوست ولایت کې د روژې په دې مبارکه میاشت کې له ۷۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه او ډېر ژر به د یو خیریه بنسټ په جوړیدو د مرستو دا لړۍ په منظمه توګه د هېواد بېلابیلو سیمو ته ورسوم.

له ټولو شتمنو څخه مې هیله ده چې بې وزلو او اړمنو کورنیو سره لاسنیوی وکړي ).

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي شتمن لوبغاړي هر وخت د خپلو بې وزله هيوادوالو سره مرسته کوي او لاسنيوی يې کوي.

د مجيب الرحمن مخکې دوه نور افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي هم چې د ملي لوبډلي شتمن لوبغاړي دي د بې وزله هيوادوالو سره مرستي کوي.

راشد خان بيا د کرکټ د نړۍ ډير شتمن لوبغاړي دی چې د نړۍ په شتمنو سوداګريزو ليګونو کې لوبيږي او هغه عايد چې د نړۍ د شتمنو سوداګريزو ليګونو څخه ترلاسه کوي يوه اندازه يې د بې وزله او غريبو هيواد والو د لاسنيوې لپاره د يو خيريه بنسټ له لارې مرسته کوي.

بلخوا محمد نبي هم د کرکټ د نړۍ ډير شتمن لوبغاړي دی چې د نړۍ په شتمنو سوداګريزو ليګونو کې لوبيږي او هغه عايد چې د نړۍ د شتمنو سوداګريزو ليګونو څخه ترلاسه کوي يوه اندازه يې د بې وزله او غريبو هيواد والو د لاسنيوې لپاره د يو خيريه بنسټ له لارې مرسته کوي.

د محمد نبي او راشد خان وروسته اوس د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي بل لوبغاړې مجيب الرحمن هم د يو خيريه بنسټ د جوړولو ويلي دي.

مجيب الرحمن وايې، د خيريه بنسټ څخه يې موخه د هيواد ګوډ ګوډ کې د بې وزله او اړمنو هيواد والو سره مرسته او د غريبو او اړمنو هيوادوالو لاسنيوی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ