د بنګلور بریا او د ډیویلیرز کارنامه. | خبریال

د بنګلور بریا او د ډیویلیرز کارنامه.

کریکبال وېبياڼه / د رویال چلنجر بنګلور لوبډلي بریا او د اې بي ډیویلیرز کارنامه.

د هندوستان غوره لیګ د سیالیو په دوام نن د یاد لیګ دوه ویشتمه لوبه ترسره شوه.

یاده جالبه لوبه د چلنجر بنګلور او ډیلي ګپیټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

یاده لوبه د نریندرا مودي په کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبي ټاس یا بچه د ډیلي لوبډلي وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه. او د توپ وهني بلنه يي د بنګلور لوبډلي ته ورکړه.

د بنګلور لوبډلي په ټاکل شوو شل اورونو کي د پنځو ویکټو په زیان ١٧١ منډې ترلاسه کړي. او ډیلي لوبډلي ته يي د ١٧٢ منډو هدف ورکړه.

د بنګلور لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي د اې بي ډیویلیرز تر نورو لوبغاړو ښه توپ وهنه ترسره کړه.

نوموړي په ٤٢ توپونو باندي ٧٥ ناسوځیدلي منډې ترلاسه کړي. همدارنګه راجاټ هم د بنګلور لپاره ښه لوبه ترسره کړه. چي په ٢٢ توپونو باندي يي ٣١ منډې ترلاسه کړي.

د اې بي ډیویلیرز کارنامه.

اې بي ډیویلیرز چي جنوبي افریقا مخکښ توپ وهونکي دي. چي اوسمهال د هندوستان غوره لیګ کې د بنګلور لوبډلي لپاره لوبيږي.

نوموړي نن د ډیلي لوبډلي پر وړاندي ښه لوبه ترسره کړه. چي ٧٥ ناسوځیدلي منډې يي جوړي کړي.

ډیویلیرز د یادو منډو په جوړولو سره په اې پي ایل کې شپږم توپ وهونکي شو. چي پنځه زره منډې يي پوره کړي.

نوموړي په اي پي ایل کې د ١٧٥ لوبو په ترسره کولو سره ٥٠٥٣ منډې پوره کړي.او په یاد لیګ کې شپږم توپ وهونکي شو چي خپلي منډې تر ٥٠٠٠ څخه ډیره وي.

د ديویلیرز وروسته ویراټ کوهلي،شیکر دهوان،سریش راینا، او ډیويډ وارنر هغه توپ وهونکي دي چي د پنځه زرو څخه ډیري منډي ترلاسه کړي دي.

خو ویراټ کوهلي بیا یوازیني لوبغاړي دي چي د شپږ زرو څخه يي ډیري منډې يي کړې دي.

ډیلي لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف ترلاسه کړي. په شل اورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان ١٧٠ منډې جوړي کړي او لوبه تري د بنګلور لوبډلې په د یوي منډې په توپیر وکټله.

د ډیلي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې لوبډلمشر ریشاپ پینټ او شامیرون هیټ مایر ښه توپ وهنه وکړه.

لوبډلمشر ریشاپ پینټ په ٤٨ توپونو باندي يي ٥٨ منډې ترلاسه کړي. او شامیرون هیټ مایر په ٢٥ توپونو تیزي ٥٣ منډې ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي اې بي ډیویلیرز وټاکل شو. نوموړي په ٤٢ توپونو باندي ٧٥ ناسوځیدلې منډې جوړي کړي وي.

بنګلور لوبډلې د یادي لوبي په کټلو سره د یو ځل بیا د جدول لومړي مقام ته ورسیده.

د یاد لیګ په دوام درویشتمه لوبه سبا ماښام د سنرایزر حیدراباد او چینای سوپر کیګنز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ