هغه لوبډلي چې د اې پې ايل ۲۰۰ لوبي يې لوبولي دي | خبریال

هغه لوبډلي چې د اې پې ايل ۲۰۰ لوبي يې لوبولي دي

کريکبال وېب پاڼه- د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل چې د مينوالو لپاره د نورو سوداګريزو ليګونو په پرته ډير په زړه پوري او د نړۍ په سطحه د کرکټ د نورو سوداګريزو ليګونو په پرتله ډير مينوال هم لري.

د کرکټ مينوال د احساساتي او جالبو لوبو څخه ډير خوند اخلي چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل هم د کرکټ د نړۍ يو له احساساتي او جالبو ليګونو څخه دی او د نړۍ پياوړي لوبغاړي هم پکې لوبيږي.

همدارنګه د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۰۸ ز کال راهيسې پيل او اوس مهال يې په ۲۰۲۱ ز کال کې ۱۴ پړاو سيالۍ ترسره کيږي.

دلته به د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل هغه ۳ لوبډلي وپيژنئ چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې يې ډير لوبي لوبولي دي او د لوبول شويو لوبو کچه يې ۲۰۰ او يا هم د ۲۰۰ څخه ډيري وي.

۱-  ممبۍ اينډينز لوبډله چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د پياوړو لوبډلو څخه ده د ممبۍ اينډينز لوبډلي سره د نړۍ پياوړې لوبغاړي لوبيږي او د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی او توپ وهوونکی روهيت شرما يې لوبډلمشرې کوي.

ممبۍ اينډينز لوبډله د ۲۰۰۸ ز کال راهيسې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې لوبيږي او د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې يې ټولټال ۲۰۸ تر نورو لوبډلو ډيري لوبي لوبولي دي.

همدارنګه د ممبۍ اينډينز لوبډلي ۵ ځله د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل اتلولي هم ګټلي ده.

۲- د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډله هم د هندوستان د سوداګريز ليګ يا اې پې ايل يو له پياوړو لوبډلوڅخه شميرل کيږي.

د رويال چيلنجرز بنګلور لوبلي لپاره د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي مشر ويراټ کوهلي لوبډمشري کوي.

د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلي د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې ۲۰۲ لوبي لوبولي دي خو د بنګلور لوبډله لا په دې نه ده توانيدلي ده چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل اتلولي ترلاسه کړي.

۳- ډيلي کپټلز لوبډلي هم د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې ۲۰۰ تر نورو لوبډلو ډيري لوبي لوبولي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ