په آی پي ایل کې په یو اور کې د توپ وهونکو لخوا د زیاتو منډو اخیستل. | خبریال

په آی پي ایل کې په یو اور کې د توپ وهونکو لخوا د زیاتو منډو اخیستل.

کریکبال وېبپاڼه/ د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالي چي هر کال ترسره کيږي.

په یاد لیګ کې د نړي مشهور لوبغاړي هم لوبیږي. چي دلته مونږ هغه لوبغاړي در پیژنیو کوم چي د آی پي ایل سیالیو په تاریخ کې زیاتي منډې ترلاسه کړي وي.

لومړي: د چینای سوپر کینګز لوبډلي الرونډر لوبغاړي رویندرا جدیجا دي. نوموړي په سږنې آی پي ایل سیالیو کې د هارشل پټیل پر وړاندي په یو اور کې ٣٧ منډې ترلاسه کړي.

دوهم : ګریس ګیل چي د ویسټ انډیز لوبډلې لوبغاړي دي. چي په ٢٠١١ کال کې د بنګلور لوبډلې په کټه لوبیده. په همدي کال يي د کرناټاکا ټوسکرز لوبډلې پر وړاندي يي په یو اور ٣٦ منډې ترلاسه کړي وي.

دریم: سوریش راینا دي. نوموړي په کال ٢٠١٤ کې د ګینګز ایلیون پنجاب لوبډلې پر وړاندي په يو اور کې ٣٢ منډې ترلاسه کړي وي.

څلورم: ویراټ کوهلي چي دبنګلور لوبډلې په کټه لوبیده. نوموړي په ښي لاس توپ وهنه کوي.

ویرات کولي په کال ٢٠١٦ کي د ګوجرات لاینز پر وړاندي يي په یو اور ٣٠ منډې ترلاسه کړي وي.

پنځم: د کلکتي لوبډلي لوبغاړي پټ کمینس دي. چي په روان ٢٠٢١ کال په آی پي ایل سیالیو کې يي د چینای سوپر کینګز لوبډلې د توپ اچونکي سام کرن
څخه په یو اور کې ٣٠ منډې ترلاسه کړې وي.

شپږم: ګریس کیل په ٢٠١٢ کال کې د پوني لوبډلې پر وړاندي په یو اور کې يي ٣٠ منډې ترلاسه کړې وي.

اووم: وریندړ سیواګ د ډګن لوبډلې پر وړاندې په ٢٠٠٨ کال کي په یو اور کې ٣٠ منډې ترلاسه کړي وي.

اتم: په ٢٠٢٠ کال کې راهول تیواتیا د پنجاب کینګز لوبډلي د توپ اچونکي څخه ٣٠ منډې په یو اور کې اخیستي وي.

نهم: نهم لوبغاړي بیا شون مارش دي. چي د بنګلور لوبډلې پر وړاندي يي په یو اور کي ٣٠ منډي ترلاسه کړي وي.

لسم :نیکولاس پوران هم په کال په کال ٢٠٢٠ کي کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې پر وړاندي په یو اور کې ٢٨ منډې ترلاسه کړي وي.

دا هغه لس لوبغاړي دي چي د هندوستان غوره لیګ د سیالیو په تاریخ کې د بیلابیلو لوبډلو لپاره يي په یو اور کې زیاتي منډې ترلاسه کړي وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ