ستاسو په نظر حیدراباد به نن خپله دوهمه بریا ترلاسه کړي. | خبریال

ستاسو په نظر حیدراباد به نن خپله دوهمه بریا ترلاسه کړي.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو په دوام نن د یاد لیګ درویشتمه لوبه ترسره کیږي.

یاده لوبه چي د سنرایزر حیدراباد او چینای سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ نن ماښام ترسره کیږي.

حیدراباد لوبډلې تراوسه په یاد لیګ یا آی پي ایل کې سیالیو کې د پنځو لوبو څخه یوه لوبه يي کټلي ده.

حیدراباد خپله لومړني لوبه د کلکتي لوبډلي سره ترسره کړي وه.

چي په یاده لوبه کې يي د کلکتي لوبډلي لخوا په شل اورونو کي حیدراباد لوبډلې ته د ١٨٨ منډو هدف ورکړل شوي و.

حیدراباد لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف پوره کړي او لومړني لوبه تري د کلکتي لوبډلي د لس منډو په توپیر وکټله.

د حیدراباد دوهمه لوبه يي د رویال چلنجر بنګلور لوبډلي سره وه.

چي د بنګلور لوبډلې ورته په شل اورونو کي د ١٥٠ منډو هدف ورکړه.

خو بیا هم د حیدراباد لوبډله ونه توانیده چي یاد هدف پوره کړي. او خپله دوهمه لوبه يي بنګلور لوبډلي ته د يي د شپږو منډو په توپیر وبایلله.

حیدراباد دریمه لوبه بیا د ممبیی انډیز لوبډلې سره ترسره کړه. چي په یاده لوبه کې هم د ممبیی لوبډلي لخوا په شل اورونو کې د ١٥١ منډو هدف ورکړه.

حیدراباد لوبډله بیا هم ونه توانیده. چي یاد کم هدف پوره کړي. او لوبه تري د ممبیی انډیز لوبډلې د ١٣ منډو په توپیر وکټله.او دریمه لوبه يي ممبیی انډیز ته وبایلله.

څلورمه لوبه د حیدراباد لوبډلي د پنجاب کینګز سره ترسره کړه.

چي د پنجاب کینګز لوبډلې لخوا ورته کم ١٢١ منډې هدف و ټاکل شو.

چي د حیدراباد لوبډلي هم یاد هدف د یو لوبغاړي په زیان پوره کړه. او پنجاب کینګز ته يي د نهو ویکټو په توپیر ماتي ورکړه. او په یاد لیګ کې يي خپله لومړني بریا ترلاسه کړه.

حیدراباد لوبډلې پنځمه لوبه د ډیلي لوبډلې څخه په سوپر اور کې د یو شمیر تیروتنو له امله وبایلله.

او نن حیدراباد لوبډله خپله شپږمه لوبه د چینای سوپر کینګز لوبډلې پر وړاندي ماښام شپږ نیمي بجي ترسره کوي.

حیدراباد لوبډله یاده لوبه په داسي مهال ترسره کیږي. چي د حیدراباد لوبډلې لوبډلمشر او اوپنر توپ وهونکي ډیويډ وارنر یاد لیګ پریښي او استرالیه ته تللي.

حیدراباد لوبډله اوسمهال په جدول کې وروستي مقام یا اتم ځاي کې ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ