حضرت الله ځاځی شاتګ خو محمد رضوان بیا پر مختګ کړي. | خبریال

حضرت الله ځاځی شاتګ خو محمد رضوان بیا پر مختګ کړي.

کریکبال وېبپاڼه / د کرکټ د نړیوالې شورا یا آی سی سی لخوا د شل اوریزو لوبو د توپ وهونکو تازه درجه بندي اعلان شوي.

یاده درجه بندي چي د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا اعلان شوي. افغان توپ وهونکي حضرت الله ځاځی د لسو غوره توپ وهونکو د درجه بندي څخه بهر شوي.

خو پاکستاني توپ وهونکي محمد رضوان د ښه ځلیدو له امله لسم مقام ته رسیدلې او حضرت الله ځاځی بیا یولسم مقام کې قرار لري.

په یاده درجه بندي کې لومړي ځای بیا هم ډیويډ میلن د ٨٩٢ نمرو په اخیستلو سره خپل کړي.

ډیويډ میلن د انګلستان هیواد لپاره لوبه ترسره کوي. نوموړي په چپ لاس توپ وهنه کوي.

دوهم مقام ارون فینج د ٨٣٠ نمرو په اخیستلو سره خپل کړي.

نوموړي خپله لومړني شل اوریزه لوبه په ٢٠١١ کال کې د انګلستان هیواد پر وړاندي ترسره کړه.

دریم مقام د پاکستاني توپ وهونکي بابر اعظم د ٨٢٨ نمرو په ترلاسه کولو سره خپل کړي

څلورم مقام بیا ډیون کانوای د ٧٧٤ نمرو په ترلاسه کولو سره خپل کړي.

پنځم مقام کې بیا د هندوستان هیواد تکړه توپ وهونکې او لوبډلمشر ویراټ کوهلي دي. چي نوموړي د ٧٦٢ نمرو په اخیستلو سره پنځم مقام کې قرار لري.

شپږم مقام کې د سویلي افریقا لوبغاړي راسي وان د ٧٥٦ نمرو په درلودلو سره قرار لري.

اووم مقام د هندوستان هیواد لوبغاړي کیل راهول شتون لري. چي نوموړي نوموړي ٧٤٣ نمري ترلاسه کړي.

اتم مقام د استرالیوي ګلین ماکسویل سره دي. چي نوموړي ٦٩٤ نمرو په درلودلو سره په اتم مقام کې قرار لري.

نهم مقام کي مارټن ګپټل د ٦٨٨ نمرو په درلودلو سره یاد مقام کې قرار لري.

لسم مقام بیا د پاکستاني توپ وهونکي محمد رضوان سره دي. نوموړي د ٦٤٠ نمرو په درلودلو سره یاد مقام کي قرار لري.

حضرت الله ځاځی بیا په تازه اعلان شوي شل اوریز توپ هونکو په جدول کې د لسم مقام څخه یولسم مقام ته شاتګ کړي .
نوموړي ته په اوس وخت کې په ټیم کې د لوبيدو زیات چانس نه ورکول کیږي. ځکه يي شاتګ وکړو.

دا هغه لس لوبغاړي دي چي د کرکټ د نړیوالي شورا له لوري په تازه اعلان شوي درجه بندي کې د شل اوریزو لوبو غوره لس توپ وهونکي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ