د انډيا پټان لوبغاړي رښتينی اسلام نړۍ ته وړاندي کوي. | خبریال

د انډيا پټان لوبغاړي رښتينی اسلام نړۍ ته وړاندي کوي.

کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي دوه پخواني مسلمان او پټان لوبغاړي يوسف پټان، عرفان پټان او د هغه پلار محمود خان پټان د اسلام سپيڅلي ډين انځور نړۍ په داسې ډول وړاندي کوي چې اسلام د سولې، ورورولۍ، يوبل سره د مرستي او د يوبل د لاسنيوي دين دی.

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي دوه پخواني مسلمان او پټان لوبغاړي يوسف پټان، عرفان پټان او د هغه پلار محمود خان پټان تير کال هم د هندوستان مظلوم سره د کرونا وبا د قرنطين پرمهال د ويټامين-سې ګولۍ، ۱۰۰۰۰ کيلو ګرامه وريجي، او ۷۰۰ کيلو ګرامه الوګان مرسته کړي وه.

سږکال هم چې هندوستان د کرونا ويروس د خونړۍ څپې لاندې دی د هندوستان د کرکټ پټان لوبغاړي او پلار يې د کرونا ځلپو سره د خوراکي توکو د بکسو مرستي جاري ساتلي دي.

په دې وروستيو کې په هندوستان کې د کرونا وبا درېيمه څپه په چټکۍ سره روانه ده چې هندوستان کې دور تر بلې د نړۍ په سطحه د ريکارډ په کچه د کووېډ-۱۹ ويروس مثبتې پيښې ثبت کيږي.

که څه هم هره ورځ په هندوستان کې تقريبا ۳ ميليون تنو ته د کرونا ضد واکسین تطبيق کيږي خو له دې سره سره هم هندوستان د کرونا خونړۍ څپې لاندې دی.

هندوستان کې د کرونا ويروس د دريېمې څپې د مثبتو پيښو د زياتوالي يو اصلي لامل هم په هغه هيواد کې د کرونا ويروس د دريېمې څپې د پيل سره د هند ولس د بيغورۍ او د کرونا ويروس لپاره د ورکړل شويو محدوديتونو د نه مراعت کول دي.

د هند ولس سره د کرونا وبا د درېيمې څپې د مثبتو پيښو د مخنيوي لپاره يو شمير نړيوالو هيوادونو ترڅنګ د کرکټ د نړۍ يو ځلانده ستوري د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلي او د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د کلکته نايټ رايډرز الرونډر لوبغاړې پېټ کېومېنس هم د خپلي شخصې شتمنۍ څخه ۵۰ زره ډالر مرسته اعلان کړه.

بل خوا له انګلستان هم د هغه مرستو يو اندازه يې هندوستان ته رسيدلي دي چې د انګلستان حکومت په هند کې د کرونا وبا د دريېمې خونړۍ څپي په وړاندي يې د هند ولس او حکومت سره اعلان کړي ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ