د راشد خان غوره توپ اچوني سره بیا هم حیدراباد مات شو. | خبریال

د راشد خان غوره توپ اچوني سره بیا هم حیدراباد مات شو.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو په دوام نن د یاد لیګ درویشتمه لوبه ترسره شوه.

یاده لوبه د سنرایزر حیدراباد او چینای سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ په فیروز شاه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبي ټاس یا بچه د حیدراباد لوبډلې وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه.

حیدراباد لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې د دري لوبغاړو په زیان ١٧١ منډې ترلاسه کړي. او چینای لوبډلې ته يي د ١٧٢ منډو هدف ورکړو.

د حیدراباد لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې منیش پانډي او ډیويډ وارنر ښه توپ وهنه وکړه.

منیش پانډي د ٤٦ توپونو په مرسته ٦١ منډې ترلاسه کړي.او ډیويډ وارنر بیا په ٥٥ توپونو باندي ٥٧ منډې ترلاسه کړي.

چینای لوبډله وتوانیده چي یاد هدف ترلاسه کړي. په ١٨.٣ اورونو کې د دري لوبغاړو په زیان ١٧٣ منډې ترلاسه کړي او حیدراباد لوبډلې ته يي په اووه ویکټو ماتې ورکړه.

د چینای لوبډلې لپاره توپ وهنه کې ریوټوراج او فاف ډیفلیسي ښه توپ وهنه ترسره کړه.

ریوټوراج د ٤٤ توپونو په مرسته ٧٥ منډې ترلاسه کړي. او فاف ډیفلیسي په ٣٨ توپونو ٥٦ منډې جوړي کړي.

د حیدراباد لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې یوازیني افغان لوبغاړي راشد خان ښه وځلیده. نوموړي په څلور اورونو کې د ٣٦ منډو په ورکولو سره دري ویکټي واخیستي.

همدارنګه راشد خان په آی پي ایل کې د لسم ځل لپاره په یو اننګز کې دري ویکټي ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي ریوټوراج وټاکل شو . نوموړي په ٤٤ توپونو باندي ٧٥ منډي ترلاسه کړي وی.

چینای په نني بریا سره د جدول د لسو نمرو په درلودلو سره په لومړي مقام کې قرار لري.

خو حیدراباد بیا هم د تیر په څیر په وروستي مقام کي قرار لري.

حیدراباد لوبډلي د نني ماتي سره په یاد آی پي ایل لیګ کې د مخکي تګ چانس ډیر کم شو .

د یاد لیګ په دوام سبا دوه لوبي ترسره کيږي. چي لومړني لوبه ماسپښين مهال د ممبیی انډیز او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي.

او دوهمه لوبه د ډیلي او کلکتي نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ ماښام شپږ نیمي بجي ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ