۳ افغان لوبغاړي پې ايس ايل پريښود او ۲ واخيستل شول | خبریال

۳ افغان لوبغاړي پې ايس ايل پريښود او ۲ واخيستل شول

  • کريکبال وېبپاڼه- د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل لوبډلو کې د ۲۰۲۱ ز کال لپارهځينو علتونو له کبله يو شمير بدلونونه رامنځ ته شوي چې هغه علت يې نه دی معلوم شوی چې ولې د پې ايس ايل لوبډلو کې په يوځل دومره بدلونونه رامنځ ته شول؟.

په هغه بدلونونو کې چې په ۲۰۲۱ ز کال کې د پې ايس ايل لپاره رامنځ ته شوي ۳ هغه افغان لوبغاړي چې د پې ايس ايل تيرو کلونو کې د پې ايس ايل لوبډلو سره لوبيدل سږکال هغه درې واړه لوبغاړي له خپلو لوبډلو څخه جدا شوي دي او پر ځای يې نور لوبغاړي ور اضافه شوي دي.

راشد خان، مجيب الرحمن، او محمد نبي هغه لوبغاړي دي چې د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل يې پريښود او د هغه لوبډلو څخه چې د تيرو کلونو پې ايس ايل سياليو کې به ورسره لوبيدل جدا شول.

راشد خان د لاهور قلندرز، مجيب الرحمن د پيښور زلمو او محمد نبي د کراچي کينګز لوبډلو څخه جدا شول او د ۲۰۲۱ ز کال پې ايس ايل سياليو کې به نه لوبيږي.

بل خوا ۲ نور افغان پياوړي توپ وهوونکي رحمن الله ګربز او نجيب الله ځدران هغه لوبغاړي دي چې د ۲۰۲۱ ز کال پې يس ايل يا پاکستان غوره ليګ سياليو لپاره د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل دوه لوبډلو سره يوځای شول.

نجيب الله ځدران د کراچي کينګز لوبډلي سره او رحمن الله ګربز د مولتان سلطان لوبډلو سره د ۲۰۲۱ ز کال سياليو لپاره د يادو لوبډلو د لوبغاړو سکواډونو ته وراضافه شول.

د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل ۲۰۲۱ ز کال سياليو لپاره کراچي کينګز لوبډلي کې محمد نبي ، کولېن اېنګرام، ډئن کرېسټن، او جوای کلارک هغه لوبغاړي دي چې د کراچي کينګز لوبډلي څخه ليرې شوي او پر ځای يې مارتېن ګوپټېل، نجيب الله ځدران، ټشېرا پریرا او لېټن ډاز د کراچي کينګز لوبډلي ته وراضافه شوي دي.

د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل ۲۰۲۱ ز کال سياليو لپاره مولتان سلطان لوبډلي کې کېس لاېن ، جيمز وېنس، اډم لېت، کارلوس بريټوېټ،هغه لوبغاړي دي چې د مولتا سلطان لوبډلي څخه ليرې شوي او پر ځای يې محمد الله رحمن الله ګربز، جورج لينډ، عبيد مکسوې د مولتان سلطان لوبډلي ته وراضافه شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ