۲۰۲۱ پې اي ايل لوبډلو کې ډير بدلونونه راغلي دي | خبریال

۲۰۲۱ پې اي ايل لوبډلو کې ډير بدلونونه راغلي دي

کريکبال وېبپاڼه- د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل چې د نړۍ يو له غوره ليګونو څخه شمير کيږي سږکال په ۲۰۲۱ ز کې په کې د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل د لوبډلو په لوبغاړو کې يو شمير بدلونونه رامنځ ته شوي دي.

دلته به د پاکستان غوره ليګ يا پې ايس ايل د لوبډلو د هغه لوبغاړو چې لوبډلو يې ليرې کړي دي او پر ځای یې نور لوبغاړي اخيستل شوي دي وپيژنئ.

د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل ۲۰۲۱ ز کال سياليو لپاره د لاهور قلندرز لوبډله کې راشد خان، ډيوېډ ويس، جوای ډېنلي، ټام ابېل، سميت پاټېل هغه لوبغاړي دي چې د لاهور قلندرز لوبډلي څخه ليرې او پر ځای يې شکيب الحسن، جيمز فولکنر، جوای برنز، کالم فېرګوسن، سېېکوج پراسانا د لاهور قلندرز لوبډلي ته ور اضافه شوي دي.

د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل ۲۰۲۱ ز کال سياليو لپاره پيښور زلمو لوبډلي کې مجيب الرحمن، لېام لېوېنسټون ، ټام کوهلر کډمور رووې بوپارا، ثاقيب محمود هغه لوبغاړي دي چې د اسلام اباد يوناټيډ لوبډلي څخه ليرې شوي او پر ځای يې فابېن الېن، روفمين پاول او فېډل اېډوارډز د پيښور زلمو لوبډلي ته وراضافه شوي دي. 

د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل ۲۰۲۱ ز کال سياليو لپاره کراچي کينګز لوبډلي کې محمد نبي ، کولېن اېنګرام، ډئن کرېسټن، او جوای کلارک هغه لوبغاړي دي چې د کراچي کينګز لوبډلي څخه ليرې شوي او پر ځای يې مارتېن ګوپټېل، نجيب الله ځدران، ټشېرا پریرا او لېټن ډاز د کراچي کينګز لوبډلي ته وراضافه شوي دي.

د پاکستان سوداګريز ليګ يا پې ايس ايل ۲۰۲۱ ز کال سياليو لپاره مولتان سلطان لوبډلي کې کېس لاېن ، جيمز وېنس، اډم لېت، کارلوس بريټوېټ،هغه لوبغاړي دي چې د مولتا سلطان لوبډلي څخه ليرې شوي او پر ځای يې محمد الله رحمن الله ګربز، جورج لينډ، عبيد مکسوې د مولتان سلطان لوبډلي ته وراضافه شوي دي. 

د اسلام اباد يوناټيد لوبډلي څخه اليکس هيلز ، ليوېس جرېجورې او فېل سالټ ليري او عثمان خواجه او جينېمن مالن وراضافه شول.

د کويټه ګليډيټرز لوبډلي څخه ټام بنټن او ډال سټین ليرې او انډر رسل وراضافه شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ