د هند کرونا ځپلو سره د کرکټ لوبغاړو مرستي. | خبریال

د هند کرونا ځپلو سره د کرکټ لوبغاړو مرستي.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ سیالیو په دوام کې د هندوستان کې د کرونا خالت.

دا چي یاد لیګ لا تراوسه پوري دوام لري. او په هندوستان هیواد کې په دي وروستیو کې د کرونا ویروس مثبتي پیښي ډیري شوي.

د کرونا ویروس د پیښو له زیات شمیر خلک په یاد ویروس اخته شوي. او همدارنګه زیات شمیر يي خپل ژوند هم د لاسه ورکوي.

چي د پیښو په زیاتیدو سره روغتونونو ته د مریضانو ورتګ هم زیات شوي. چي د اکسیجن کمبود یي رامنځته کړي دي.

د یو شمیر هیوادونو ترڅنګ د کرکټ لوبغاړو هم د هندوستان هیواد سره مرسته وکړه.

په یادو لوبغاړو د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او په آی پي ایل سیالیو کي د کلکتي نايټ لوبډلي لوبغاړي پات کمینز او همدارنګه د استرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پخوانې توپ اچونکي بريټ لي شامل دي.

پات کومینز د هندوستان کې د مرستي رسولو له صندوق سره ٥٠ زره امریکایي ډالر مرسته کړي.

همدارنګه پات کومینز په خپله ټویټر پاڼه لیکلي. مونږ ته د لوبغاړو په څیر دا مناسبه ده.چي په دي بدو خالاتو کې د خلکو لاسنیوي وکړو . او د خوندي ساتلو لپاره یي يي هڅي وکړو.

همدارنګه بل د استرالیار پخواني توپ اچونکي لوبغاړي بریټ لي د هندي ناروغانو لپاره د اکسیجن اخیستو لپاره ٤٣ لکه هندي کلداري مرسته وکړه. دا په داسي خال کې ده چي اوسمهال هند د کرونا ناروغانو لپاره کافي اندازه اکسیجن نلري.

همدارنګه په هند کې د کرونا ویروس د زیاتيدو سره د هندوستان غوره لیګ د ځنډیدو اندیښني هم شته.

ځکه چي یوشمیر لوبغاړو یاد لیګ د کرونا له امله پریښي . او خپلو کورونو ته ستانه شوي.

همدارنګه یاد لیګ د هندوستان مشهور لوبغاړي په کډون
د استرالیایو يو شمیر لوبغاړو د یاد لیګ د پریښودو خبر ورکړه.

دا په داسي خال کې ده چي په هندوستان هیواد کې کرونا ویروس اوج ته رسیدلي.

همدارنګه د هندوستان غوره لیګ کې د افغانستان دري مهم لوبغاړی د سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره لوبیږي.

افغان کرکټ بورډ ته پکارد ده . چي خپل لوبغاړي مخکي تردي چي په کرونا ویروس اخته شي. باید یاد هیواد څخه
يي راوغواړي. ځکه چي په اوس وخت کي کرونا ې ویروس په هندوستان په کي ډیر په تیزي سره خپریږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ