په آی پي ایل کي چینای لوبډله په لومړي مقام خو حیدراباد بیا په وروستي مقام کي قرار لري. | خبریال

په آی پي ایل کي چینای لوبډله په لومړي مقام خو حیدراباد بیا په وروستي مقام کي قرار لري.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي سیالیو تازه جدول بندي.

د هندوستان غوره لیګ چي سږ کال يي څوارلسم پړاو ترسره کیږي.تراوسه پوري په یاد لیګ کي درویشت لوبي ترسره شوي.

د په یاد لیګ کې اته لوبډلي لوبیږي.

د جدول په لومړي مقام کي چینای سوپر کینګز لوبډله قرار لري.

چینای لوبډلي تراوسه پوري په یاد لیګ کي شپږي لوبي ترسره کړي. چي د یادو لوبو څخه يي پنځه لوبي کټلي او یوه لوبه يي بایللي.

چینای لوبډله د لس نمرو په درلودلو سره په جدول کي لومړي مقام لري.

دوهم مقام کي رویال چلنجر بنګلور لوبډله چي شپږ لوبي يي ترسره کړي. د یادو لوبو څخه يي پنځه لوبي کټلي او یوه لوبه يي بایللي. بنګلور لوبډله لس نمري لري.

دریم مقام بیا ډیلي ګپیټلز لوبډلي سره دي.

ډیلي لوبډلي هم شپږ لوبي ترسره کړي. او د یادو لوبو څخه يي څلور لوبي کټلي او دوه لوبي يي بایللي. د اتو نمرو په درلودلو سره په په دریم مقام کي قرار لري.

څلورم مقام کي ممبیی انډیز لوبډله شتون لري.

ممبیی لوبډلي پنځه لوبي ترسره کړي.چي د یادو لوبو څخه يي دوه لوبي کټلي او دري بایللي دي.

پنځم مقام کي کلکته نایټ رایډرز لوبډله شتون لري.

کلکتي لوبډلي هم شپږ لوبي ترسره کړي. او د شپږو لوبو څخه يي دوه لوبي کټلي او څلور نوري لوبي یي بایللي.

شپږم مقام کي پنجاب کینګز لوبډله شتون لري.

پنجاب لوبډلي هم شپږ لوبي ترسره کړي. د یادو لوبو څخه يي دوه لوبي کټلي او څلور لوبي یي بایللي.

اووم مقام د راجستان رایلز لوبډلي سره دي.

راجستان لوبډلي پنځه لوبي ترسره کړي. چي دوه يي کټلي او دري لوبي يي بایللي.

په وروستي یعني اتم مقام کي د سنرایزر حیدراباد لوبډله شتون لري.

حیدراباد لوبډلې د شپږو لوبو څخه یوازي یوه لوبه کټلي ده.

حیدراباد لوبډلي خپله شپږمه لوبه د چینای سوپر کینګز لوبډلي ترسره کړه. چي یاده لوبه تري د چینای لوبډلي وکټله. چي په دي سره د حیدراباد لوبډلي مخکي تګ ناشوني شو .

د حیدراباد دوه نمرو په درلودلو سره په وروستي مقام کي شتون
لري.

دا د هغه اته لوبډلي دي. چي په سږني آی پي ایل سیالیو کې لوبیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ