وارنر: موږ جنګيالي يو او هيڅکله هم نه ناهيلې کيږو! | خبریال

وارنر: موږ جنګيالي يو او هيڅکله هم نه ناهيلې کيږو!

کريکبال وېب پاڼه- د هندوستان په سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د سنرايزر حيدراباد لوبډلي مشر ډيوېډ وارنر خپلو مينوالو ته په يو ټويټ کې د پيغام په ډول په خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي 

( موږ پوهيږو چې د لوبو بايللو سره موږ زړونه هم بايللي دي او زموږ ډير مينوال به د سنرايزر حيدراباد لوبډلي څخه ناراضه هم وي.

زموږ هيله او کوښښ دا وي چې خپلو مينوالو ته خوشحالۍ ورکړو او د لوبو په ګټلو سره د سنرايزر حيدراباد نوم روښانه او ځلانده وساتو.

خو ټول بايد دا په ياد ولرئ چې د کرکټ په ميدان کې ګټل او بايلل يو شرط دی يا به لوبه ګټي او يا هم لوبه به بايلي شايد دا زموږ د ماتو وخت وي موږ پخوا ډير غښتلي او پياوړي وه اوس هم غښتلي او پياوړي يو او راتلوونکي کې به هم ډير غښتلي او پياوړي يو ).

وارنر زياتوي: موږ جنګيالي يو او هيڅکله هم نه ناهيلې کيږو هغه د سنرايزر حيدراباد د ملاتړ کوونکو او مينوالو هم وغوښتل چې هيڅلکه دي هم ناهيلي نه شي.

د سنرايزر حيدراباد لوبډله د ۵ لوبو په بايللو سره د ۲۰۲۱ ز کال هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل سياليو د لوبډلو جدول کې وروستی مقام لري سنرايزر حيدراباد لوبډلي يوازې يو لوبه ګټلي ده په سږنې اې پې ايل سياليو کې نو نوري ټولي ترسره کړي لوبي يې بايللي دي.

بل خوا د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د چينای سوپر کينګز لوبډله بيا د ۲۰۲۱ ز کال اې پې ايل سياليو کې د ۵ لوبو په ګټلو سره لومړی مقام لري او يو لوبه يې بايللي ده.

د اې پې ايل يا هندوستان غوره ليګ ۲۰۲۱ ز کال سياليو کې بيا دوهم مقام د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلي دي.

د رويا چيلنجرز بنګلور لوبډلي هم په ۲۰۲۱ ز کال اې پې ايل يا هندوستان سوداګريز ليګ سياليو کې ۵ لوبي ګټلي او يوازې يو لوبه يې بايللي ده.

په همدې ترتيب د اې پې ايل يا هندوستان غوره ليګ ۲۰۲۱ ز کال سياليو کې دريېم مقام د ډيلي کپټلز لوبډلي دي د ډيلي لوبډلي ۴ لوبي ګټلي او دوه لوبي يې بايللي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ