ممبیی انډیز لوبډلي راجستان لوبډلي ته ستره ماتي ورکړه. | خبریال

ممبیی انډیز لوبډلي راجستان لوبډلي ته ستره ماتي ورکړه.

کریبکال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو په دوام نن ماسپښین د یاد لیګ څلورویشتمه لوبه ترسره شوه.

یاده لوبه چي د ممبیی انډیز او راجستان رایلز ترمنځ په فیروز شاه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبي بچه یا ټاس د ممبیی انډیز لوبه وکټه. او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه. او د توپ وهني بلنه يي د راجستان لوبډلي ته ورکړه.

راجستان لوبډلي په ټاکل شوو شل اورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان ١٧١ منډې ترلاسه کړي.او د ممبیی انډیز لوبډلي ته يي د ١٧٢ منډو هدف ورکړه.

د راجستان لوبډلي لپاره په توپ وهنه کې لوبډلمشر سینجو سمسون او جوز بټلر د راجستان لپاره ښه لوبه ترسره کړه.

سینجو سمسون د ٢٧ توپونو په مرسته ٤٢ منډې ترلاسه کړي او جوز بټلر په ٣٢ توپونو باندي بیا ٤١ منډې ترلاسه کړي.

د ممبیی انډیز لپاره په توپ اچونه راهول چاهار په څلورو اورونو کې د ٣٣ منډو په ورکولو سره دوه ویکټي ترلاسه کړي.

همدارنګه چسپرت بومبرا هم د ممبیی انډیز لپاره ښه توپ اچونه وکړه. نوموړي په څلورو اورونو کې د ١٥ منډو په ورکولو سره یوه ویکټه ترلاسه کړه.

ممبیی انډیز لوبډله و توانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي.

ممبیی لوبډلي په ١٨.٣ اورونو کې د دري لوبغاړو په زیان ١٧٢ منډې ترلاسه کړي. او د راجستان لوبډلې ته يي د اووه ویکټو په توپیر ماتي ورکړه.

د ممبیی انډیز لپاره په توپ وهنه کې کنټین ډیکوک په ٥٠ توپونو باندي ٧٠ ناسوځیدلي منډې جوړي کړي.

بل لوبغاړي چي د ممبیی انډیز لپاره يي ښه توپ وهنه وکړه. هغه کورنال پنډیا وه. نوموړي په ٢٦ توپونو باندي ٣٩ منډې ترلاسه کړي.

د راجستان لپاره په توپ اچونه کې کریس موریس ښه توپ اچونه ترسره کړه. نوموړي په څلورو اورونو کې د ٣٣ منډو په ورکولو سره دوه وبکټي ترلاسه کړي.

د یادي لوبي غوره لوبغاړي ګوانټین ډیکوک وټاکل شوو. چي نوموړي د ممبیی انډیز لوبډلې لپاره په ٥٠ توپونو باندي ٧٠ منډې جوړي کړي وي.

ممبيی انډیز لوبډلي د یادي لوبي په کټلو سره د شپږ نمرو په درلودلو سره د جدول څلورم مقام ته ځان ورسوه.

یاد لیګ په دوام پنځه ویشتمه لوبه نن ماښام د ډیلي او کلکتي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ