د اتم پړاو شپږيزې د لوبډلو د مالي ملاتړ لپاره د کرکټ بورډ وړانديز | خبریال

د اتم پړاو شپږيزې د لوبډلو د مالي ملاتړ لپاره د کرکټ بورډ وړانديز

کريکبال وېب پاڼه- د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان داخلي کرکټ مشهور ليګ شپږيزه کرکټ ليګ د امتياز د ترلاسه کولو لپاره د ليوالتيا اظهار څرګند کړی دی.

کرکټ بورډ د کرکټ په برخه کې ټولو ليوالو شرکتونو او ملي سوداګرانو ته وړانديز کړی ترڅو په اتم پړاو شپږيزه کرکټ ليګ کې د لوبډلو ترڅنګ د شپږيزه کرکټ ليګ د نورو لګښتونو او مالي ملاتړ لپاره سپانسر شي او مالي ملاتړ يې وکړي.

شپږيزه کرکټ ليګ او يا هم نور کرکټ ليګونه د سپانسر او مالي ملاتړ پرته په هيڅ ډول نه شې ترسره کيدلی ځکه کرکټ بورډ د ليګونو په ځاني ډول د ترسره کولو لپاره کافې اندازه بوديجه او پيسې نه لري او نو ځکه د هيواد په شتمنو ملي سوداګرانو او شرکتونو غږ کوي چې د ليګونو د ترسره کولو لپاره د لوبډلو مالي ملاتړ کوونکي شي.

کرکټ بورډ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې (د افغانستان کرکټ بورډ اداره ټولو ليواله سوداګرو، او شرکتونو ته بلنه ورکوي چې د اتم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ د لوبډلو د امتیاز حق ترلاسه کولو لپاره د ليوالتيا اظهار د افغانستان کرکټ بورډ سره شريک کړي ).

شپږيزه کرکټ ليګ د افغانستان د کورنې کرکټ يو مهم او مشهور ليګ دی چې هر کال د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالې کې ترسره کيږي او شپږ لوبډلي پکې برخه اخلي.

هغه شپږ لوبډلي چې په شپږيزه کرکټ ليګ کې لوبيږي عبارت دي له ( د کابل بازان، د سپين غر زمريان، د بند امير ښاماران، د امو نهنګان او د بست ساتوونکي ).

د تير کال شپږيزه کرکټ ليګ کې چې د لوبډلو لپاره کومو لوبډلمشرانو لوبډمشرې کوله عبارت دې له

په تير کال کې د کابل بازان لوبډلي لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي اوپنر او چټک توپ وهوونکی او ويکټ ساتوونکی رحمن الله ګربز لوبډلمشرې کوله.

په تير کال کې د سپين غر زمريانو لوبډلي لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي پخوانی لوبغاړی شبير نورې لوبډلمشرې کوله.

په تير کال کې د بند امیر ښامارانو لوبډلي لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي مشر او توپ وهوونکی اصغر افغان لوبډلمشرې کوله.

په تير کال کې د امو نهنګان لوبډلي لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي پياوړې توپ وهوونکې جاويد احمدې لوبډلمشرې کوله.

د تير کال کې د بست ساتوونکو لوبډلي لپاره بيا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي الرونډر لوبغاړې ګلبدين نايب لوبډلمشرې کوله. 

سږکال لپاره لا معلومه نه ده چې پخواني لوبډلمشران به د لوبډلو لوبډلمشري کوي او يا به نوې لوبډلمشران ټاکل کيږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ