ډیلي لوبډله وتوانیده چي کلکتي لوبډلي ته په یوه جالبه لوبه کې ماتي ورکړي. | خبریال

ډیلي لوبډله وتوانیده چي کلکتي لوبډلي ته په یوه جالبه لوبه کې ماتي ورکړي.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو په دوام د یاد لیګ پنځه ویشتمه لوبه هم ترسره شوه.

یاده لوبه د کلکتي نایټ رایډرز او ډیلي ګپیټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبي ټاس یا بچه د ډیلي لوبډلي وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه. او د توپ وهني بلنه يي د کلکتي لوبډلي ته ورکړه.

کلکتي لوبډلي په ټاکل شوو شل اورونو کې د شپږ لوبغاړو په زیان ١٥٤ منډې ترسره کړي.او د ډیلي لوبډلي ته يي په شل اورونو کې د ١٥٥ منډو هدف ورکړه.

د کلکتي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کې انډریو رسل په ٢٧ توپونو باندي ٤٥ ناسوځیدلي منډې ترلاسه کړي.

همدارنګه د کلکتي لپاره بل لوبغاړي شوبمن ګل هم د ٣٨ توپونو په مرسته ٤٣ منډې ترلاسه کړي.

د ډیلي لوبډلي لپاره په توپ اچونه لالت یادوف او اکسر پټیل ښه توپ اچونه ترسره کړه.

لالت یادوف په دري اورونو کې د ١٣ منډو په ورکولو سره دوه ویکټي ترلاسه کړي.

او اکسر پټیل بیا په څلورو اورونو کې د ٣٢ منډو په ورکولو سره دوه ویکټي ترلاسه کړي.

ډیلي لوبډله وتوانیده چي یاد هدف ته ځان ورسوي. په ١٦.٣ اورونو کې د دري ویکټو په زیان ١٥٦ منډې ترسره کړي. او کلکتي لوبډلي ته يي په اووه ویکټو ستره ماتي ورکړه.

ډیلي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي پراتي شاه د ٤١ توپونو په مرسته ٨٢ منډې ترلاسه کړي.

او بل لوبغاړي چي د ډیلې لپاره ښه توپ وهنه ترسره کړه. هغه شیکر دهوان وه. نوموړي په ٤٧ توپونو باندي ٤٦ منډې جوړي کړي.

د کلکتي لپاره بیا په توپ اچونه کې یوازیني لوبغاړي پت کمینس ښه وځلیده. نوموړي په څلورو اورونو کې د ٢٤ منډو په ورکولو سره دري ویکټي ترلاسه کړي وي.

د لوبي غوره لوبغاړي پراوتي شاه وپیژندل شوو. هغي د ډیلي لوبډلي لپاره په ٤١ توپونو باندي ٨٢ منډې ترلاسه کړي وي.

ډیلي لوبډلي د نني لوبي په کټلو سره د جدول دوهم مقام ته خو کلکتي لوبډله بیا اووم مقام کې قرار لري.

د یاد لیګ په دوام راتلونکي لوبه د پنجاب کینګز او بنګلور لوبډلو ترمنځ سبا شپږ نیمي بجي ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ