ايا پوهيږئ روهيت شرما کرکټ کې څومره ريکارډونه لري؟ | خبریال

ايا پوهيږئ روهيت شرما کرکټ کې څومره ريکارډونه لري؟

کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي پياوړې  توپ وهوونکي روهيت شرما لپاره د وياړ ډکه کليزه ځکه هغه د نړۍ يو داسې لوبغاړې دی چې د کرکټ نړۍ کې نه هيريدونکي لاسته راوړنې لري.

نن د اپريل ۳۰مه د روهيت شرما د کليزې ورځ ده

روهيت شرما د نن څخه ۳۳ کاله مخکې د ۱۹۸۷ ز کال د اپريل په ۳۰ نيټه د هندوستان ماهاراشترا ايالت نجپور نومې سيمه کې زيږيدلی دی.

په ۲۰۰۷ ز کال کې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي سره يو ځای شو او د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ډيري لاسته راوړني هم لري.

روهيت شرما د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي لپاره ټولټال ۳۸ ټيسټ لوبي ، ۲۲۷ يو ورځينۍ لوبي ، ۱۱۱ شل اوريزه لوبي لوبولي دي.

په ۳۸ ټيسټ لوبو کې يې ۲۶۱۵ منډي ترسره کړي دي او په يوه لوبه کې يې  غوره توپ وهنه ۲۱۲ منډي دي.

په ۲۲۷ يو ورځينۍ لوبو کې ۹۲۰۵ منډي ترسره کړي دي او په يو لوبه کې يې غوره توپ وهنه ۲۶۴ منډي دي چې دا هم د روهيت شرما لپاره د کرکټ په نړۍ کې يو ستر ريکارډ دی چې لا بل لوبغاړی نه دی توانيدلی چې د يو ورځينۍ لوبو  په يو لوبه کې تر ۲۶۴ منډي جوړي کړي.

په ۱۱۱ شل اوريزه لوبو کې يې ۲۸۶۴ منډي ترسره کړي دي او په يوه لوبه کې يې غوره توپ وهنه ۱۱۸ منډي دي.

روهيت شرما د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د ۲۰۱۱ ز کال راهيسې د ممبۍ اينډينز لوبډلي سره لوبيږي او د ممبۍ اينډينز لوبډلي لپاره لوبډ لمشرې ترسره کوي.

دلته د روهيت شرما هغه ريکاروډنه او لاسته راوړنې چې لري درپيژنو.

روهيت شرما يوازينی لوبغاړی دی چې په نړيوالو يو ورځينۍ لوبو کې يې په يوه لوبه کې ۲۶۴ منډي په انفرادې ډول ترسره کړي دي.

روهيت شرما يوازينی لوبغاړی دی چې په نړيوالو يو ورځينۍ لوبو کې يې ۳ ځل ډبل سليزې (۲۰۰) منډي جوړي کړي دي.

روهيت شرما يوازينی لوبغاړی دی چې د کرکټ نړيوال يو ورځينو لوبو جام کې يې ۵ سليزې ترسره کړي دي.

روهيت شرما يوازينی لوبغاړی دی چې په نړيوالو شل اوريزه لوبو کې يې ۴ سليزې ترسره کړي دي.

روهيت شرما يوازينی لوبغاړی دی چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل ډيري (۱۸) جايزي يې ترلاسه کړي دي.

روهيت شرما د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل يوازينی لوبډ لمشر دی چې د لوبډ لمشرۍ پرمهال يې لوبډلي ۵ ځله د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل اتلولي ترلاسه کړي ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ