نیوزیلینډ بورډ:نړیوال جام د ځنډیدو پریکړه ورته منظوره ده | خبریال

نیوزیلینډ بورډ:نړیوال جام د ځنډیدو پریکړه ورته منظوره ده

نیوزیلینډ کرکټ بورډ د ای سي سي لخوا دا پریکړه قبوله کړې،چې د ښځو نړیوال کرکټ جام یې بل کال ته وځنډوه.

په پام کې وه چې نیوزیلینډ هیواد به د راتلوونکي فبرورۍ میاشت کې،د ښځو کرکټ نړیوال جام سیالیو کوربتوب په غاړه درلودلی وای.خو د کرونا وبا او د ژوند د نا مناسبو شرایطو له کبله کرکټ نړیوالې شورا، د تیرې جمعې په ورځ ددغه جام په اړه وروستۍ پریکړه اعلان کړه او دغه جام یې ۲۰۲۲ کال ته وځنډوه.

نیوزیلینډ کرکټ بورډ وایي،که څه هم دا پریکړه لږه څه خواشینوونکي ده، خو په ورته وخت کې ددې پریکړې ملاتړ هم کوي،ځکه چې دا پریکړه د لوبغاړو،مینه والو د ژوند د حفاظت په موخه شوي ده.

د نیوزیلینډ سپورټس وزیر ګرنټ روبرټسن وویل: (( بې له شکه چې د نړیوال جام ځنډولو پریکړه د کرکټ لوبغاړو او مینه والو لپاره ناامیده کوونکي ده.د لوبو تنظمیوونکو کمیټې د حکومت سره په همغږۍ یو ځای کار کاوۀ،ترڅو ددغه ټورنامینټ لپاره بشپړ چمتوالۍ ونیسي.په هر حال دا سیالۍ اوس وځنډیدې او مونږ به په ۲۰۲۲ کال کې د حکومت سره په همکارۍ ددې سیالیو لپاره یو ښه چمتوالۍ بیا ونیسو.))

د یادونې وړ ده چې د جمعې په ورځ د ای سي سي د بزنیس اړخونو په ناسته کې،د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کال نړیوالو جامونو د کوربتوب په اړه هم پریکړه وشوه،چې له مخې یې د ۲۰۲۱ کال نړیوال جام کوربتوب امتیاز بیرته هندوستان او د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام کوربتوب بیا اسټرالیا هیواد ته ورکړل شو.

اسټرالیا هیواد هم د ای سي سي دغه پریکړه ستایلې او هرکلی یې کړئ دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ