۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو ۵ ستر چیلینجونه | خبریال

۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو ۵ ستر چیلینجونه

هند کرکټ بورډ او ورسره د ای پي ایل ۸ ګډون کوونکو لوبډلو تر خپله وسه او توان هڅې روانې کړي دي،ترڅو د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالۍ که په هر صورت وي،په بریالیتوب سره یې پای ته ورسوي،خو سره ددې به دوی له زیاتو ننګونو سره مخ وي.

لومړۍ په پلان کې وه چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالۍ به د مارچ په ۲۹مه نېټه ترسره شوي وای،خو د کرونا وبا له کبله دا سيالۍ له ځنډ سره مخ شوې.هند کرکټ بورډ اراده وکړه چې دغو سيالیو ته به په اکتوبر او نومبر میاشت کې يو لار ولټوي،ترڅو دا سيالۍ پکې ترسره کړي،ځکه چې هند کرکټ بورډ د سيالیو د نه ترسره کیدو له کبله د میلیونونو ډالرو له زیان سره مخ کیدلی شو،خو په اکتوبر میاشت کې هغه مهال یوه بله ستونزه د نړیوال جام ترسره کیدل وو.له همدې کبله د ای پي ایل سيالیو د ترسره کیدلو برخلیک په نړیوال پورې وتړل شو،پدې معنا که چیرې د ۲۰۲۰ کال نړیوال شل اوریز جام ترسره شوی وای،بیا ای پي ایل سيالۍ نشوې ترسره کیدلی او که جام ځنډیدلی وای،بیا ای پي ایل سيالیو ته د ترسره کیدو لار هم هواره کیدله.

دا چې هند کرکټ بورډ او ځينو لوبغاړو پدې ټينګار کاوه چې نړیوال جام دې وځنډيږي او ای پي ایل ته د ترسره کیدو لار پرانیستل شي.له بلې خوا اسټرالیا کرکټ بورډ هم پدې ټينګار کاوه،چې دوی ته د کرونا له کبله د ۱۶ لوبډلو کوربتوب ستونزمن دی،بالاخره کرکټ نړیوالې شورا هم پخپله پریکړې کې د ۲۰۲۰ کال نړیوال جام د ځنډيدو پریکړه اعلان کړه.

یاده پریکړه د ځينو هیوادونو لکه د پاکستان لخوا خوښه نشوه او دوی وویل،چې ای سي سي قصدا د هندوستان په پلوی پریکړه ترسره کړه.

په هر صورت نړیوال جام وځنډید او ای پي ایل ته د ترسره کیدو لار هواره شوه،دا چې په هند کې لا هم د کرونا ویروس پيښې مخ په زیاتیدو روانې دي.د ای پي ایل ادارې شورا او همداشان هند کرکټ بورډ د خپل حکومت سره په مشورې د ۱۳م پړاو سيالۍ له هندوستان څخه اماراتو هیواد ته انتقال کړې.

ټاکل شوي چې دا سيالۍ به د سپټمبر په ۱۹مه نېټه پيل او د نومبر تر اتمې نېټې به دوام وکړي.خو د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالۍ له ستونزو او کړاونو خالي ندي او مونږ دلته په لنډ ډول هغه چیلینجونو در پيژنو چې ای پي ایل سيالۍ ورسره مخ کیدلی شي.

۱ـ سپانسر او عواید

د چینایي سمارټ فون یا زیرکو موبایلونو تر ټولو سترې کمپنۍ (ویؤو) چې لدې وړاندې یې د هند کورني کرکټ (ای پي ایل) تجارتي سیالیو ټېټل سپانسري په غاړه درلوده،نوره به دغه کمپني د ای پي ایل سيالیو سپانسرۍ دنده په غاړه ونه لري.

هند کرکټ بورډ که څه هم نه غوښتل چې یاد ستر شرکت سره خپل د ۲۹۳ میلیون ډالرو تړون پای ته ورسوي.خو د هند او چین ترمنځ په سرحدي پوله د نښتو او ستونزو له کبله د یاد هیواد وګړو مظاهرې،د پارلمان فشار له کبله هند کرکټ بورډ اړ شو چې له دوی سره تړون لغوه یا پای ته ورسوي.

هند پارلمان هند کرکټ بورډ ته امر وکړ،چې د چینايي شرکت په ځای یو بل ښه سپانسر د ای پي ایل سيالیو لپاره پيدا کړي.اټکل دا وه چې د ای پي ایل هره لوبډله به د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو څخه تر ۲۰۰ کروړو پورې پیسې لاسته راوړي،خو د سپانسر په لرې کیدو سره شاید اوس یادې لوبډلې تر ۱۲۰ کروړه عواید به لاسته راوړي،چې دا د دوی لپاره یوه ستره ضربه وي.

۲- د کویډ- ۱۹ اندازه ګيري او محدودیتونه

د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو لپاره اماراتو ته په رسیدو سره به په لوبغاړو زیات محدودیتونه وي.د بي سي سي ای د (معیارونو او عملي پروسجر) د قانون له مخې به لوبغاړي د پنځو منفي ټيسونو وروسته،اماراتو کې د تمریناتو اجازه ترلاسه کوي.بله دا چې هر لوبغاړي څخه به د پنځو وروسته د کرونا ازموینه اخیستل کيږي.لوبغاړي په جدا هوټلونو کې اوسيږي.

۳- فېټنیس لېول

دا چې د کرونا له کبله زیاترو لوبغاړو لوبې ندي کړي،خامخا به دوی د فېټنیس ستونزو سره لاس او ګریوان وي.زیاترو هندي لوبغاړو له رسنیو سره هم په خبرو کې ويلي،چې د دوی لپاره مهم چیلینج به فېټنیس وي،ځکه چې دوی له تیرو پنځو میاشتو راهیسې په کورونو کې پاتي شوي دي.د ممبۍ انډيانز لوبډلې کپتان روهیت شرما بیا پدې نظر دی او وایي،فېټنیس د اصلاح کولو لپاره کاپي وخت شته دی،خو یوه ستونزه،هغه دا چې اماراتو کې سخته ګرمي وي او دا به د دوی لپاره یو سر خوږی وي.

۴- د نړیوالو لوبغاړو د ګډون په اړه شکمنتیا

یوه بله ستر چیلینج او شک دا دی  چې ایا ځينې خارجي لوبغاړي به په  ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو کې برخه واخیستلی شي؟

لا هم په سویلي افریقا هیواد کې د کرونا پيښې مخ په زیاتیدو روانې دي،له همدې کبله په ای پي ایل سيالیو کې د سويلي افریقايي لوبغاړو شتون په شک کې دی.د معلوماتو له مخې چې په یاد هیواد کې به د کرونا له کبله داسې ژر محدودیتونه لرې نشي او له همدې کبله د سويلي افریقا لوبغاړو شتون په ای پي ایل کې ستونزمن دی.په هر حال د ځينو لوبډلو ملکانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي،چې دوی د لوبغاړو سره په تماس کې دي او تمه ښيي چې په ای پي ایل کې به ګډون وکړي.

۵- لوژیستکي ستونزې

د ای پي ایل تنظمیوونکو لپاره یوه بل ستر سرخوږی لوژيستیکي ستونزې دي،هغه دا چې دوی به په ۲۱ ورځو کې لوبغاړي سره راټولوي او بیا به یې سره سمبلوي،چې دا هم یو ستونزمن کار دی.تقریبا تر ۱۲۰۰ پورې کسان چې هغه کې لوبغاړي،چارواکي او نور سټاپ شامل دي.دوی به راټولیږي او بیا به اماراتو ته ځي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ