این بېشاپ: کوهلي او بابر اعظم د ټنډولکر لوبه را یاده کړي | خبریال

این بېشاپ: کوهلي او بابر اعظم د ټنډولکر لوبه را یاده کړي

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی این بېشاپ وایي،اوسني بېټسمینان ویراټ کوهلي او بابر اعظم لوبې،ماته د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني نامتو لوبغاړي سچن ټنډولکر لوبې را یادې کړي.

بېشاپ دغه څرګندونې د پخواني زمبابوې لوبغاړي پومي امبنګوا سره د انسټګرام له لارې د لایف چټ پر مهال وکړې.

نوموړي وویل: (( ویراټ کوهلي او بابر اعظم پداسې مستقیم لاین روان دي،چې ماته د سچن ټنډولکر لوبې را په زړه کړي.دا چې ولې دغه دوه لوبغاړي د ټنډولکر لوبې ماته را یاد کړي،علت یې دا دی چې کټ مټ د هغه په څير لوبې او اننګزونه پر مخ وړي.))

کوهلي او بابر اعظم د اوسني عصر تر ټولو بهترین کرکټران شمیرل کیږي.

وخت نا وخت د کرکټ مینه والو او مبصرینو لخوا د یو او بل سره پرتله کیږي.

زیاتره مینه وال،بابر اعظم له هندي کپتان ویراټ کوهلي سره په لوبو،سټایل او بیټینګ کې پرتله کوي.خو پخپله بابر اعظم وایي،چې زه او ویراټ کوهلي سره ډير توپیر لرو،هغه ځانګړی د لوبو انداز لري او زه بیل انداز لرم.

بابر اعظم زیاتوي،چې زه باید د ویراټ کوهلي په ځای د خپلو پخوانیو لوبغاړو لکه میانداد او نورو لوبغاړو سره باید پرتله شم.

د یادونې وړ ده چې بابر اعظم اوسمهال په شل اوریز پارمټ کې اوچت مقام له ځان سره لري،خو کوهلي بیا په یو ورځنیو لوبو کې اوچت مقام له ځان سره لري.

کوهلی د یو ورځنیو لوبو ترڅنګ په ټيسټ درجه بندۍ کې دوهم مقام له ځان سره لري.

بابر اعظم په یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې د بیټینګ ایوریج له ۵۰ هم پورته دی،خو په ټیسټ کرکټ کې یې بیا تر ۴۵ پورې دی.

کوهلي د هند لپاره ۲۷ ټيسټ لوبې کړي او په (۵۳،۶۳) اوسط سره یې،د ۲۷ سلیزو په مټ (۷زره ۲۴۰) منډې جوړې کړي دي.

بېشاپ همداشان په اوسني کرکټ کې  جسپرټ بومر،کاګیسو رباډا او جوفرا ارچر بهترین بالران یاد کړل.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ