ضیاء الرحمن شریفي کیریر ته لنډه کتنه! | خبریال

ضیاء الرحمن شریفي کیریر ته لنډه کتنه!

ځوان استعدادي لوبغاړی ضیاء الرحمن شریفي په ۱۹۹۸ میلادي کال د اکتوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې پیدا شوی دی.

نوموړی اوسمهال ۲‍۱ کاله او ۲۹۷ورځې عمر لري.


شريفي په ښی لاس چټکه توپ اچونه او همداشان په ښي لاس باندې ښه توپ وهنه هم ترسره کولی شي.
شریفي د خوست ولایت منتخبې لوبډلې سربیره د مس عینک زون،سپين غر زون،کابل ګرین او پکتیا پنترز لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي دي.

لیست اې سيالۍ:

ضیاء الرحمن شریفي په لومړي ځل په ۲۰۱۷ کال د اګسټ میاشتې په ۱۶مه نېټه په لیست اې سيالیو کې، د امو زون لوبډلې خلاف په لوبه کې راڅرګند شو. نوموړي یاده لوبه کې ۹ اورونه ترسره کړل او د ۳۰ منډو په بدل کې یې ۳ لوبغاړي،اصغر افغان،جاوید احمدي او همایون عمر له مخې پورته کړل یاده سيالي سپين غر زون لوبډلې په ۸۳ منډو توپیر ګټلي وه.

په ټوله کې نوموړي ۵ لیست اې سيالۍ ترسره کړي دي. چې په ۱۴۴ توپونه یې، ۱۶۵ منډې ورکړي او ۵ لوبغاړي یې سوځولي دي. نوموړي ددې ترڅنګ ۱۶ منډې هم پکې جوړې کړي دي.

فرسټ کلاس سيالۍ:

شریفي په لومړي ځل په ۲۰۱۷ کال د دسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه،په فرسټ کلاس سيالیو کې د آمو زون لوبډلې خلاف په لوبه کې راڅرګند شو. نوموړي په یاده لوبه کې یوه ویکټ ترلاسه کړه.

نوموړي تردې دمه ۸ فرسټ کلاس کرکټ سيالۍ ترسره کړي او په ۸۵۸ توپونو يې ۵۲۶ منډې ورکړي او ۱۳ ویکټې يې پکې اخیستي دي.

کورنۍ شل اوریزې لوبې:

نوموړی په لومړي ځل په ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې په ۱۰ مه نېټه د افغانستان په غوره لیګ سيالیو کې د پکتیا پنترز لوبډلې په ګټه،د بلخ لوبډلې په وړاندې لوبه کې راڅرګند شو.

نوموړي یاده سيالۍ کې څلور اورونه ترسره کړل،د ۳۶ منډو په بدل کې یې درې لوبغاړي ریان ټين ډوشيټ،محمد نبي عیسی خېل او قیس احمد له مخې پورته کړل.

ملي ټیم کې لوبې:

په کورني کرکټ کې د ښه ځلیدو وروسته،نوموړي ته په لومړي ځل په ۲۰۱۹ کال کې د ایرلینډ خلاف په درې شل اوریزو لوبو سیریز کې چانس ورکړل شو.

نوموړي ته که څه هم په لومړیو دوو لوبو کې چانس ورنکړل شو،خو د سیریز په وروستۍ لوبه کې چې د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه ترسره شوه،هغه ته د لوبې چانس ورکړل شو.که څه هم د نوموړي لومړۍ لوبه وه او پر هغه لږ فشار هم وو،خو بیا یې هم په یاده لوبه کې دوه ویکټې ترلاسه کړې.

نوموړي په یاده سيالۍ کې ۴ اورونه ترسره کړل،د ۴۲ منډو په بدل کې یې دوه لوبغاړي سټرلینګ او بلبرایني له مخې پورته کړل.

په یاده سيالۍ کې افغانستان د لومړۍ توپ وهنې په کولو سره،د نبي عیسی خېل د ۸۱ منډو په مټ افغانستان په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځيدو (۲۱۰) منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې د ګټلو په موخه ۲۱۱ منډو هدف کیښود.

خو ایرلینډ لوبډلې یې په ځواب کې د ۸ لوبغاړو په سوځيدو یوازې ۱۷۸ منډې جوړې کړې او سيالي يې د ۳۲ منډو په توپیر افغانستان ته بایلوده.

د نړیوالو کرکټ ماهرینو په وینا،که چیرې ضیاء الرحمن شریفي ته په افغانستان کرکټ ملي لوبډله کې دومداره چانس ورکړل شي،لرې نده چې نوموړی به د افغانستان د فاسټ بالینګ برخه چې اوسمهال پکې تشه احساسیږي،ډکه کړي.

ضیاء الرحمن شریفي چئ په کرکټ کې په سویلي افریقايي لوبغاړي مورن مورکل هم شهرت لري، اوسمهال په تمریناتو بوخت دی او د راتلوونکو ګریډ ون ولایتي سیالیو لپاره چمتوالۍ نیسي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ