همېلټن مسکادزا ۳۷ کلن شو! | خبریال

همېلټن مسکادزا ۳۷ کلن شو!

همېلټن مسکادزا ۳۷ کلن شو!

نن د اګسټ میاشتې نمه نېټه د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي همېلټن مسکادزا د زوکړې یا کلیزې ورځ ده او نوموړی ۳۷ کلن شو.

مسکادزا د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او یو ښه تجربه کاره لوبغاړی پاتي شوی دی.د نوموړي په شتون کې زمبابوې کرکټ لوبډلې زیاتره سيالۍ ګټلي دي.

مسکادزا په لومړي ځل په ۲۰۰۱ کال کې د اوولس کلنۍ په عمر په ټيسټ کرکټ کې، د ویسټ انډيز خلاف په لوبه کې را څرګند شو او پخپلې لومړي ځل ټیسټ لوبه کې پدې وتوانید چې سلیزه جوړه کړي.

نوموړي په یاده لوبه کې ۱۱۹ منډې جوړې کړې او هغه وخت لومړۍ لوبغاړی شو،چې په ځوان یا کم عمر کې،په ټیست کریکټ کې سلیزه جوړوي.

کله چې مسکادزا په لومړي ځل د زمبابوې لپاره لومړۍ لوبه ترسره کوله،هغه مهال نوموړی د پوهنتون زده کوونکی وو او خپلې زده کړې یې هم کولې.د زمبابوې لپاره د یو کال نړیوال کرکټ کولو وروسته نوموړي د لوبو څخه ددې لپاره وقفه واخیسته،ترڅو خپلې درې کلنې زده کړې بشپړې کړي،خو نوموړي پدې موده کې له زمبابوې کرکټ بورډ سره دا تړون درلود،چې د اړتیا په وخت کې به د زمبابوې لپاره لوبې ترسره کوي.

مسکاداز د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۶۸ ټيسټ، ۲۰۹ یو ورځنۍ او ۶۶ شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي.

ټيسټ کرکټ کې نوموړي تر ۲ زرو پورې منډې جوړې کړي دي او په یو ورځنیو لوبو کې نوموړي (۵۶۵۸) منډې او همداشان ۳۹ ویکټې اخیستي دي.

مسکادزا تیر کال هغه وخت د نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ،چې د افغاستان څخه یې لوبه وګټله.

نوموړي د بنګله دېش په کوربتوب په همدې درې اړخیز سیریز کې د افغانستان خلاف په سيالۍ کې، په ۴۲ توپونو ۷۱ منډې جوړې کړې او افغانستان څخه یې سيالي وګټله.

د نوموړي د کرکټ په کیریر کې ښه کال ۲۰۰۹ کال وو،چې نوموړي پکې له ۱۰۰۰ زیاتې منډې جوړې کړي وې.
مسکادزا اوسمهال د زمبابوې کرکټ بورډ د ډایریکټری دنده پرمخ وړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ