د ای سي سي لخوا د ټيسټ نوي درجه بندي اعلان شوه | خبریال

د ای سي سي لخوا د ټيسټ نوي درجه بندي اعلان شوه

د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټيسټ لوبې پای ته رسیدو وروسته،دکرکټ نړیوالې شورا لخوا د بالرانو او الروانډرانو نوي ټيسټ درجه بندي اعلان شوه،چې پکې انګلستاني لوبغاړي وړاندې راغلي دي.
کریس ووکز چې د پاکستان خلاف په لومړۍ ټيسټ لوبې وروستي اننګز کې یې په زړه پورې ۸۴ ا منډې ترسره کړي وې،د د الروانډارنو په درجه بندۍ کې یې اووم مقام خپل کړی دی.

کریس ووکز د پاکستان خلاف په لومړۍ ټیسټ لوبه کې مجموعي ۱۰۳ منډې جوړې کړي وې او همداشان یې ۴ ویکټې اخیستي وې. په ټوله کې نوموړي د پاکستان خلاف ۶ ټيسټ لوبې ترسره کړي چې ۲۹۷ منډې او ۳۴ ویکټې یې د هغوی خلاف اخیستي دي.

همداشان سټيوارټ براډ هم د الروانډرانو په درجه بندۍ کې وړاندې راغلی او ۲۲۰ پوینټونو په لرلو سره یې لسم مقام خپل کړی دی.

د الروانډرانو د ټیسټ په درجه بندۍ کې بین سټوکس د ۴۶۴ پوینټونو په لرلو سره لومړۍ مقام،جېسن هولډر د ۴۴۷ پوینټونو په لرلو سره دوهم مقام او رویندرا جېدیجا د ۳۹۷ پوینټونو یا نمرو په لرلو سره دریم مقام لري.

د ای سي سي لخوا د ټيمونو په ټيسټ درجه بندۍ کې اسټرالیا لومړۍ،نیوزیلینډ دوهم او هندوستان دریم مقام له ځان سره لري.

د ای سي سي ټيسټ چمپیون شیپ سيالیو په درجه بندۍ کې بیا هندوستان بیا د ۳۶۰ پوینټونو په لرلو سره لومړۍ مقام له ځان سره لري.

اسټرالیا د ۲۹۶ پوینټونو په لرلو سره دوهم مقام لري او همداشان انګلستان ۲۶۶ پوینټونو په لرلو سره دریم مقام له ځان سره لري.

د ای سي سي ورلډ ټيسټ چمپیون شیپ سيالۍ چې د ۲۰۱۹ کال څخه پيل شوي او تر ۲۰۲۱ کال پورې به دوام وکړي.

هندوستان تردې دمه ۴ سیریزونه ترسره کړي،چې ۷ لوبې یې ګټلي او ۲ یې بایللي دي.

اسټرالیا بیا ۳ سیریزونه ترسره کړي،چې ۷ یې بایللي،۲ یې بایللي او ۱ یې مساوي کړي ده.

انګلستان ۴ سیریزونه ترسره کړي،۸ لوبې یې ګټلي،۴ یې بایللي او ۱ یې مساوي کړي ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ