باټلر: که بیا هم په منډو کې پاتي وای،شاید همدا به وروستۍ لوبه وه | خبریال

باټلر: که بیا هم په منډو کې پاتي وای،شاید همدا به وروستۍ لوبه وه

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتوونکی لوبغاړی جوس باټلر وایي،که چیرې د پاکستان خلاف په ټیسټ لوبه کې بیا هم په منډو جوړولو کې پاتي راغلی وای،شاید همدا یې د کرکټ کیریر وروستۍ ټیسټ لوبه شوي وای.

باټلر باندې پدې وروستیو کې د خرابو ټیسټ لوبو له کبله نیوکې کیږي،که څه هم نوموړی ۴۵ ټیسټ لوبو ته ورسید،خو سره ددې بیا هم د نوموړي د ټیسټ لوبو ایوریج مخ په ځوړ روان دی.د نوموړي د بیټینګ ایوریج اوسمهال (۳۱،۶۳) ته راښکته شوی دی.

جوس باټلر نه یوازې دا چې د تیرې څه مودې راهیسې په منډو جوړولو کې ناکام شوی دی،بلکې نوموړي ویکټ ساتوونکي برخه کې،د پاکستان خلاف څو اسان کیچونه هم ډراپ کړل.

پخپله باټلر هم غلطۍ منلي او ویې ویل،که چیرې یې پاکستان خلاف لوبه کې څو کیچونه ترلاسه کړي وای،دوه ساعته وړاندې به لوبه پای ته رسیدلي وای.

نوموړي وویل،پدې پوهیږي چې ورته شان غلطۍ په کرکټ کې د زغملو وړ ندي.

د یادونې وړ ده چې جوس باټلر د پاکستان خلاف په ټیسټ لوبه کې بهترینه لوبه ترسره کړه او ۷۵ منډې یې جوړې کړې. نوموړي کریس ووکز سره د ۱۰۰ منډو ملګرتیا وکړه او د دوی دواړو په ملګرتیا سره انګلستان ناګټوونکي لوبه وګټله او پاکستان یې په ۳ ویکټو له ستري ماتي سره مخ کړ.

ټاکل شوي چې د پاکستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ټیسټ لوبو لړۍ،دوهمه سیالي به د پنجشنبې په ورځ په سوتهمپټن ښار کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ