بین سټوکس د فامیلي مشکلاتو په اساس د پاتي سیالیو بهر شو | خبریال

بین سټوکس د فامیلي مشکلاتو په اساس د پاتي سیالیو بهر شو

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې الروانډر لوبغاړی بین سټوکس د فامیلي علتونو او مشکلاتو د واقع کیدو په اساس، د پاکستان خلاف د پاتي سیالیو څخه بهر شو.

نوموړی به د نیوزیلینډ هیواد په لوري سفر وکړي،چرته چې د هغه مور او پلار اوسیږي.

د بین سټوکس پلار جېډ چې د انګلستان او سویلي افریقا د بوکسینګ ټیسټ لوبې د پیل وړاندې، د ناروغۍ له کبله په نیوزیلینډ هیواد کې بستر وو او د هغه مودې راهیسې نوموړی له نیوزیلینډ څخه ندی راغلی.

د انګلستان د ټیسټ لوبو مرستیال کپتان بین سټوکس د انګلستان لپاره پدې اوړي موسم لوبو کې ډيرې ښې لوبې ترسره کړې.

نوموړي د جو روټ په نشتون کې د ویسټ انډیز خلاف د انګلستان لوبډلې د مشرۍ دنده هم په غاړه درلوده.

نوموړي د ویسټ انډیز خلاف سیالیو کې یوه سلیزه او یوه نیمه سلیزه هم جوړه کړه او همداشان یې ۱۱ ویکټې هم واخیستې.

نوموړي که څه هم د پاکستان خلاف په لوبه کې، د توپ وهنې په برخه کې داسې کارکردګي ونه ښوده،یو ځل په صفر او بیا په ۹ منډو اوټ شو.خو د لوبې په دوهم اننګز کې نوموړي د ۱۱ منډو په بدل کې دوه لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان خلاف راتلوونکي سیالیو کې به د نوموړي په پوزیشن توپ وهنې ته د لوبغاړي پیدا راوستل به، د انګلستان ټاکوونکي ډالګۍ لپاره یو سرخوږی وي.خو داسې ښکاري چې ذک کرالي به د هغه په پوزیشن توپ وهنې ته راښکته شي.

د نوموړي په نشتون کې به شاید اوولي روبینسن ته،د پاکستان خلاف دوهمه ټیسټ لوبه کې ځای ورکړل شي.

دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه ټیسټ لوبه د راتلووني پنجشنبې په ورځ سوتهمپټن ښار کې ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ