۲۰۲۰ کال لنکا پریمیر لیګ | خبریال

۲۰۲۰ کال لنکا پریمیر لیګ

سریلانکا کرکټ بورډ پریکړه کړي چې د روانې اګسټ میاشتې په وروستیو کې به په لومړي ځل (ایل،پي،ایل) لنکا پریمیر لیګ په نوم سیالۍ په لاره واچوي.

د لنکا پریمیر لیګ په نوم دغه سیالۍ به د اګسټ میاشتې په ۲۸مه نېټه پیل،چې د سپټمبر تر ۲۰مې نېټې به دوام وکړي.

پدې لیګ کې پنځه لوبډلې کولمبو،کنډې،ګالي،ډمبولا او جفنا اشتراک لري او د دوی ترمنځ به ټولټال ۲۳ سیالۍ ترسره شي.

دا سیالۍ به د کرونا له کبله د ژوند حفاظتي اصولو مطابق،د سریلانکا په څلورو لوبغالو پریماداسا لوبغالي،رنګېري دمبولا لوبغالي،پالیکالي او سوریاویوا مهیندا رجاپاکسا لوبغالي کې ترسره شي.

د سیلون ټوډې پاڼې د معلوماتو له مخې،تراوسه د ۲۰۲۰ کال د لنکا پریمیر لیګ سیالیو لپاره ۹۳ نړیوالو کرکټرانو نوم لیکنه یا لیست کې شامل دي.

پدې لیست کې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ګټوونکي لوبډلې غړی لیام پلنکټ،نیوزیلینډی چټک توپ اچونکی ټئم سوتي،پاکستانی الروانډر محمد حفیظ،ویسټ انډیزی اوپنر ډواین سمهت هم شامل دي.

د یادې پاڼې د راپور له مخې چې ددې سیالیو سپانسري او ټول حقوق د راتلوونکو پنځو کالونو پورې، د اماراتو مېشتې سپورټي لوبو خپروونکي کمپنۍ (ای،پي،جي) په غاړه اخیستي دي او یاده کمپني به هر کال دوه میلیون امریکايي ډالر سریلانکا کرکټ بورډ ته ورکوي او نور په سیالیو کې،کار نه لري.

د لوبغاړو اخیستل،د هغوی سره خبرې کول،هر څه د (ای،پي،جي) شرکت په غاړه دي او دوی به ددغه لیګ لپاره خپل د خوښې لوبغاړي اخلي.

ټولې پنځې لوبډلې به د ۱۳۰ سیمه ایزو لوبغاړو لیست څخه،خپلو لوبډلو ته وړ لوبغاړي انتخاب کړي او همداشان د پنځو لوبډلو لخوا به ټوټال ۳۰ خارجي لوبغاړي انتخاب شي، چې (هره لوبډله کې به شپږ خارجي لوبغاړي شتون ولري).

ددې ترڅنګ به پنځه روزونکي هم شتون ولري او هر کال به ددغه لیګ لپاره انتخابیږي.

د معلوماتو له مخې د سریلانکا ایکانیک یا مشهورو لوبغاړو (د لوبډلو کپتانان) معاش به ۶۰ زره امریکایي ډالر وي.

ددې ترڅنګ خارجي او نور مخکښ لوبغاړي چې د خپلو وړتیاوو په اساس چې اخیستل کیږي،قیمتونه به یې د (۱۰ زرو ډالرو څخه نیولې تر ۶۰ زرو) پورې وي.

دا چې د هند ای پي ایل لیګ د سپټمبر په ۱۹مه نېټه پیلیږي او دغه لیګ بیا د سپټمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه پای ته رسیږي.نو په همدې اساس به په (ایل،پي،ایل) سیالیو کې ګډون کوونکي لوبغاړي،د ای پي ایل د پیل په څو لوبو کې برخه ونشي اخیستلی.

د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو کې دوه سریلانکايي لوبغاړي لاسیت ملینګا او ایسورو اوډانا برخه لري.لاسیت ملینګا د ممبۍ انډیانز لوبډلې لپاره لوبیږي،خو اوډانا به لومړۍ ځل وي چې پدې مالداره لیګ کې به،د بنګلور لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي.

تراوسه د لنکا پریمیر لیګ سیالیو کې د افغان لوبغاړو په اړه معلومات ندي ورکړل شوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ