ار سي بي لوبډله د اګسټ وروستیو کې اماراتو ته ځي | خبریال

ار سي بي لوبډله د اګسټ وروستیو کې اماراتو ته ځي

د رویل چیلینجرز بنګلور لوبډلې چیرمېن سنجیو چوریواله تیره ورځ رسنیو سره په خبرو کې ویلي،چې د دوی لوبډله به د اګسټ یا روانې میاشتې وروستۍ اوونۍ کې،د اماراتو په لوري روانه شي.

چوریواله وایي،دا به د ټیم پرسونل ته کاپي او مناسب وخت ورکړي،تر څو قرنطین موده،د کرونا ټیسټونه،همداشان د ای پي ایل د پیل وړاندې ښه تمرینات پکې ترسره کړي.

((ټول هندي لوبغاړي او د ټیم سټاف به لومړۍ د هند په بنګلور کې سره راټولیږي او هلته به هوټلونو کې د څو ورځو قرنطین تیرولو وروسته،د اګسټ په وروستۍ اوونۍ کې د اماراتو په لوري روانیږي.لوبغاړي د تمریناتو لیوالتیا لري.زمونږ د پروازونو په مهال ویش کار روان دی او مونږ غواړو چې هلته تمرینات هم ترسره کړو.))

سنجیو چوریواله زیاتوي ،لوبغاړو څخه به ټیسټونه اخیستل کیږې، د طبي معایناتو صفایی وروسته به لدې ځای څخه د اماراتو په لوري د روانیدو اجازه ورکول کیږي.

سنجیو په وینا، ټول لوبغاړي د کرونا په لارښوونو او په نورو اړینو معیاري، عملي پروسیجرونو باندې پوهول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې کوم مسافرین اماراتو ته رسیږي،اړ دي چې خپل د کرونا پي سي ار منفي ټیسټ راپور چې ۹۶ ساعتونو یې نه وي پوره شوي،له ځان سره ولري.

ټاکل شوي چې ای پي ایل سیالۍ به د سپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پیل،چې د نومبر تر اتمې به دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ