په دي لیست کي محمد نبي هم شتون لري.
کریکبال وېبپاڼه / د کرکټ د نړي د فارمټونو څخه یو مهم فارمټ شل اوریزي لوبي دي.
شل اوریزي لوبي د نورو فارمټونو د لوبو څخه ډیر مینه وال لري.او هر څوک يي ګوري.
مونږ دلته هغه پینځلس لوبغاړي درپیژنیو چي په شل اوریزو اوبو کې د نورو لوبغاړو په نسبت يي ډیري شپږیزي ترلاسه کړي وي.
لومړي: ګپیټل د نیوزیلنډ هیواد لوبغاړي دي. چي په ١٠٢ لوبو کې يي ٢٩٣٩ منډې ترلاسه کړي دي.همدارنګه يي په یادو لوبو کې يي ١٤٧ شپږیزي يي ترلاسه کړي دي.
دوهم: روهیت شرما چي د هندوستان هیواد لپاره لوبه ترسره کوي.
په ١١١ لوبو کې يي د هندوستان لپاره يي ٢٨٦٤ منډې ترلاسه کړي.او په یادو لوبو کې يي ١٣٢ شپږیزي هم ترلاسه کړي.
دریم: یون مورګن دي چي د انګلستان هیواد لپاره لوبه ترسره کوي.
چي په ١٠٢ لوبو کې يي ٢٣١١ منډې ترلاسه کړي دي.او په یادو لوبو کې يي ١١٣ شپږیزي هم ترلاسه کړي.
څلورم : کولون مینرو چي د نیوزیلنډ هیواد لپاره لوبه ترسره کوي.
په ٦٥ شل اوریزو لوبو کې يي ١٧٢٤ منډې ترلاسه کړي.او په یادو لوبو کې يي ١٠٧ شپږ یزي هم ترلاسه کړي.
پنځم: ګریس کیل د ویسټ انډیز اړوند لوبغاړي دي.چي په ٦١ شل اوریزو لوبو کې يي ١٠٦ شپږیزي ترلاسه کړي.
شپږم: اسټرالیوي ارون فینج دي.چي په ٧١ شل اوریزو لوبو کې يي ١٠٤ شپږیزي ترلاسه کړي.
اووم: ګلین ماکسویل هم د اسټرالیه لپاره لوبه ترسره کوي.چي په ٧٢ لوبو کې يي ٩٣ شپږیزي ترلاسه کړي دي.
اتم: برینډن مکالم چي د نیوزیلنډ هیواد لپاره لوبه ترسره کوي. په ٧١ لوبو کې يي ٩١ شپږیزي ترلاسه کړي.
نهم: ویراټ کوهلي چي د هندوستان هیواد لوبډلمشر هم دي. په ٩٠ شل اوریزو لوبو کې يي ٩٠ شپږیزي ترلاسه کړي.
لسم: ډیویډ وارنر چي د اسټرالیه هیواد لپاره لوبه ترسره کوي.په ٨١ لوبو کې يي ٨٩ شپږیزي ترلاسه کړي.
یولسم: ګیرن پولارډ چي د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.په٧٩ لوبو کې يي ٨٥ شپږیزي ترلاسه کړي.
دولسم : شاین واټسن د اسټرالیا هیواد لوبغاړي دي.چي په ٥٨ شل اوریزو لوبو کې يي ٨٣ شپږیزي ترلاسه کړي.
دیارلسم: افغان لوبغاړي محمد نبي بیا په دیارلسم مقام کې شتون لري.
محمد نبي په ٨١ شل اوریزو لوبو کې يي ٨٣ شپږیزي ترلاسه کړي دي.
څوارلسم : یون لیوز د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.چي په ٣٥ لوبو کې يي ٧٧ شپږیزي ترلاسه کړي.
پنځلسم: کیونو اوبراین دي.چي دایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.
نوموړي په ٩٦ لوبو کې يي ٧٦ شپږیزي ترلاسه کړي.
دا هغه پنځلس لوبغاړي دي. چي په شل اوریزو لوبو کې يي تر نورو لوبغاړو ډیري شپږیزي ترلاسه کړي دي.