پنجاب د بنګلور پر وړاندي.ستاسو په نظر کومه لوبډله به بریا ترلاسه کړي. | خبریال

پنجاب د بنګلور پر وړاندي.ستاسو په نظر کومه لوبډله به بریا ترلاسه کړي.

کریکبال ويبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو په دوام نن د یاد لیګ شپږویشتمه لوبه ترسره کیږي.

یاده لوبه چي د بنګلور او پنجاب کینګز لوبډلو ترمنځ نن ماښام شپږ نیمي بجي ترسره کیږي.

بنګلور لوبډلي تراوسه پوري په یاد لیګ کې شپږ لوبي ترسره کړي دي. او د شپږو لوبو څخه يي پنځه لوبي کټلي او یوه لوبه يي بایللي ده.

د لسو نمرو پهر درلودلو سره د جدول په دریم مقام کې ځاي لري.

همدارنګه د پنجاب لوبډلې تراوسه پوري په یاد لیګ کې شپږ لوبي ترسره کړي. د شپږو لوبو څخه يي دوه لوبي يي کټلي او څلور لوبي يي بایللي دي.

د څلورو نمرو په درلودلو سره د جدول په شپږم مقام کې قرار لري.

د بنګلور لوبډلې لپاره تراوسه پوري په ښه توپ وهنه کې ګلین ماکسویل او ډیويډټ پدیکال ښه توپ وهنه ترسره کړي.

ګلین ماکسویل په شپږو لوبو کې د بنګلور لپاره ٢٢٣ منډې ترلاسه کړي.او په اوسط ډول يي په هره لوبه کې يي ٤٤.٦٠ منډې ترلاسه کړي. په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ٧٨ دي.

ډیويډت پدیکال هم په پنځو لوبو کې د بنګلور لپاره ١٨٨ منډې ترلاسه کړي.چي په اوسط ډول يي په هره لوبه کې يي ٤٧.٠٠ منډې ترلاسه کړي. په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ١٠١ دي.

د پنجاب لوبډلي لپاره بیا په توپ وهنه کې کیل راهول او ماینک اګروال ښه لوبه ترسره کړي.

کیل راهول په شپږو لوبو کې د پنجاب لپاره ٢٤٠ منډې ترلاسه کړي.چي په اوسط ډول يي په هره لوبه کې يي ٤٨ منډې جوړي کړي.او په یوه لوبه کې يي اوچت سکور يي ٩١ دي.

همدارنګه ماینګ اګروال هم د پنجاب لوبډلې لپاره په شپږو لوبو کې يي ١٦١ منډې ترلاسه کړي.

په اوسط ډول يي په هره لوبه کې يي ٢٦.٨٣ منډې جوړي کړي. او په یوه لوبه کې اوچت سکور يي ٦٩ دي.

همدارنګه د پنجاب کینګز او رویال چلنجر بنګلور لوبډلو تراوسه پوري په خپلو کې ٢٦ لوبي ترسره کړي.

چي د یادو لوبو څخه يي څوارلس لوبي د پنجاب لوبډلي کټلې او دولس لوبي يي بیا بنګلور لوبډلي کټلي دي.

که چیري بنګلور لوبډله په نني لوبه کې بریا ترلاسه کړي نو د دولس نمرو سره د جدول لومړي مقام ته ځان رسولي شي.

همدارنګه د یاد لیګ په دوام اووه ویشتمه لوبه سبا ماښام د ممبیی انډیز او چینای سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ