خان: موږ په دې سختو حالاتو کې د هند ولس ترڅنګ ولاړ يو | خبریال

خان: موږ په دې سختو حالاتو کې د هند ولس ترڅنګ ولاړ يو

کريکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی او توپ اچوونکی راشد خان په خپله ټويټر پاڼه په يوه پيغام کې ليکلي دي چې 

( د افغانستان هر وګړی د هند ولس سره د کرونا وبا په دغه خونړۍ څپه کې ترڅنګ ولاړ دی او موږ افغانان د هند ولس سره په دې ستر غميزه کې ځان شريک بولو ).

راشد خان د هند ولس څخه وغوښتل چې کرونا جدې ونيسې هغه محدوديتونه چې کرونا وبا سره د مبارزې لپاره ورکړل شوي په پام کې نيولو سره دې د کرونا وبا سره مبارزه وکړي ټولنيزه فاصله، د ماسک اغوستل، په خپلو کورونو ې پاتې شئ ترڅو د کرونا وبا ته ماتې ورکړئ او کرونا وبا سره مبارزه وکړئ.

راشد خان خپله هم اوس مهال په هندوستان کې دی او د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل سياليو کې د سنرايزر حيدراباد لوبډلي سره لوبيږي.

په دې وروستيو کې په هندوستان کې د کرونا وبا درېيمه څپه په چټکۍ سره روانه ده چې هندوستان کې دور تر بلې د نړۍ په سطحه د ريکارډ په کچه د کووېډ-۱۹ ويروس مثبتې پيښې ثبت کيږي.

که څه هم هره ورځ په هندوستان کې تقريبا ۳ ميليون تنو ته د کرونا ضد واکسین تطبيق کيږي خو له دې سره سره هم هندوستان د کرونا خونړۍ څپې لاندې دی.

هندوستان کې د کرونا ويروس د دريېمې څپې د مثبتو پيښو د زياتوالي يو اصلي لامل هم په هغه هيواد کې د کرونا ويروس د دريېمې څپې د پيل سره د هند ولس د بيغورۍ او د کرونا ويروس لپاره د ورکړل شويو محدوديتونو د نه مراعت کول دي.

بل خوا په هند کې هره ورځ د ريکارډ په کچه د کرونا ويروس نوي پيښې ثبت کيږي.

د کرونا وبا د مخنيوي لپاره اسټراليايي لوبغاړې پيټ کېومېنس هم د هند ولس سره د ۵۰۰۰۰ زره ډالرو مرسته وکړه او د هند ولس ته يې په خپل پيغام کې ويلي دي چې

زه د هندوستان ولس سره د کرونا ويروس په دغه خونړې حالت کې ځان شريک بولم د هندوستان ولس د نړۍ ډير شريف ولس دی، هر کله چې زه د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې هندوستان ته ولاړ شم هلته د هند ولس موږ ته ډيره مينه راکوي.

زه هم اوس د کرونا ويروس د دريېمې خونړۍ څپې چې د بل هر حالت څخه يې د هند ولس ډير ځپلی دی زه د خپلي وڅ مطابق ۵۰ زره ډالر د هندستان سره د وبا د مبارزې لپاره ورکوم.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ