ګريس ګېل په اې پې ايل کې د ډيرو شپږيزو وهلو باچا شو. | خبریال

ګريس ګېل په اې پې ايل کې د ډيرو شپږيزو وهلو باچا شو.

کريکبال وېب پاڼه- د ويسټ اينډيز کرکټ ملي لوبډلي پخوانی بريدګر توپ وهوونکی ګريس ګېل د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل په ۱۴ پړاو سياليو کې د ځان لپاره د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل په تاريخ کې ستر ريکارډ جوړ کړ.

ګريس ګېل چې د ۲۰۲۱ ز کال د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل ۱۴ پړاو سياليو کې د پنجاب کينګز لوبډلي سره لوبيږي.

ګريس ګېل د رويا چيلنجرز بنګلور لوبډلي په وړاندې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل سياليو کې ۴۰۰ شپږيزي پوره کړي.

ګريس ګېل د پنجاب کينګز او رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلي په وړاندې لوبه د ۲ شپږيزو په وهلو سره د اې پې ايل په تاريخ کې هغه لوبغاړی شو چې ۴۰۰ شپږيزي يې وهلي دي.

ګريس ګېل د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل يوازينی لوبغاړی دی چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې يې ۴۰۰ شپږيزي وهلي دي.

بلخوا ګريس ګېل په نړيوالو لوبو کې هم د شپږيزو په باچا هم مشهور دی او اوس د په اې پې ايل کې هم د شپږيزو باچا شو

ګريس ګېل د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې يو شمير نور ريکارډونه هم لري چې عبارت دي له

د ګريس ګيل لپاره د هندوستان غوره لیګ يا اې پې ايل کې يو تر ټولو مهم او نه ماتيدونکی ريکارډ د اې پې ايل په تاريخ کې په ۳۰  توپونو باندې د سليزې وهل ( ۱۰۰ ) منډو پوره کول وه چې په ۳۰ توپونو يا بالونو باندې د ۱۰۰ منډو ترلاسه کول د يو پياوړې توپ وهوونکي په توپ وهنه دلالت کوي.

ګريس ګيل په ۳۰ بالونو باندې د ۱۰۰ منډو ريکارډ په () کال کې د () لوبډلي په وړاندې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې په خپل نوم ثبت کړي ده.

د ګريس ګيل لپاره بل ريکارډ د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې  په يوه لوبه کې په انفرادې ډول په ۶۶ بالونو باندې د ۱۷۵ منډو ترلاسه کول ديي

په ۶۶ بالونو د ۱۷۵ منډو ترلاسه کول په شل اوريزه لوبو کې څه اسان کار نه دی بلکې په دومره کمو بالونو د دومره ډيرو منډو ترلاسه کول د پياوړې توپ وهنې دلالت کوي.

چې ګريس ګيل په ۶۶ بالونو د ۱۷۵ منډو ترلاسه کولو سره دا ثابته کړه چې هغه د نړۍ يو پياوړی توپ وهوونکی دی.

د ګريس ګيل لپاره بل وياړ او ريکارډ په شل اوريزه لوبو کې په يوه لوبه کې د ۱۷ شپږيزو وهل دي.

په يوه لوبه کې د ۱۷ شپږيزو وهل هم ډيري انرژۍ او پياوړتيا پر مټ ترلاسه کيږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ