پنجاب لوبډله وتوانیده چي بنګلور لوبډلي ته جالبه ماتي ورکړه. | خبریال

پنجاب لوبډله وتوانیده چي بنګلور لوبډلي ته جالبه ماتي ورکړه.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو په دوام نن په یاد لیګ کې یوه لوبه ترسره شوه.

یاده لوبه د رویال چلنجر بنګلور او پنجاب کینګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبي ټاس یا بچه د بنګلور لوبډلې وکټه او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه. او د توپ وهني بلنه يي د پنجاب کینګز لوبډلې ته ورکړه.

د پنجاب کینګز لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په زیان کي ١٧٩ منډې ترلاسه کړي.او د بنګلور لوبډلې ته يي د ١٨٠ منډو هدف ورکړه.

د پنجاب لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې کیل راهول او ګریس کیل د پنجاب لوبډلې لپاره ښه توپ وهنه ترسره کړه.

کیل راهول د پنجاب لوبډلې لپاره د ٥٧ توپونو په مرسته ٩١ ناسوځیدلې منډې ترسره کړي.

همدارنګه ګریس کیل هم د پنجاب لوبډلې لپاره په ٢٤ توپونو ٤٦ منډې ترسره کړي.

د بنګلور لپاره په توپ اچونه کې حیلی جیمیسن په دري اورونو کې د ٣٢ منډو په ورکولو سره دوه ویکټي ترلاسه کړي.

همدارنګه شهباز خان هم د بنګلور لوبډلې لپاره په دوه اورونو کې يي د ١١ منډو په ورکولو سره یوه ویکټه ترلاسه کړه.

بنګلور لوبډله ونه توانیده. چي یاد هدف ته ځان ورسوي. په ټاکل شوو شل اورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان یي ١٤٥ منډې ترلاسه کړي. او لوبه تري د پنجاب لوبډلې د ٣٤ منډو په توپیر وکټله.

د بنګلور لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې لوبډلمشر ویرات کوهلي په ٣٤ توپونو باندي يي ٣٥ منډې ترلاسه کړي.

او هارشل پټیل هم په ١٣ توپونو باندي يي ٣١ تیزي منډې ترلاسه کړي.

د پنجاب کینګز لوبډلې لپاره هارپریټ برار او رایو بسهوني ښه توپ اچونه ترسره کړه.

هارپریټ برار په څلورو اورونو کې د پنجاب لوبډلې لپاره د ١٩ منډو په ورکولو سره يي دري ویکټي ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي د پنجاب لوبډلې توپ اچونکي هارپریت برار وټاکل شوو.

نوموړي د پنجاب لوبډلې لپاره يي په څلورو اورونو کې د ١٩ منډو په ورکولو سره يي دري ویکټې ترلاسه کړي.

او په توپ وهنه کې يي هم د پنجاب لوبډلې لپاره يي په ١٧ توپونو باندي يي ٢٥ منډې ترلاسه کړي.

پنجاب لوبډلې د یادي لوبي په کټلو سره د شپږو نمرو په درلودلو سره د جدول پنځم مقام ته ځان ورسوه.

د یاد لیګ په دوام راتلونکي اووه ویشتمه لوبه سبا ماښام د ممبیی انډيز او چینای سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ