کی-ايل راهول له شکر دوان مخکې شو | خبریال

کی-ايل راهول له شکر دوان مخکې شو

کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل په ۱۴ م پړاو سياليو کې د پنجاب کينګز لوبډلي پيليز او چټک توپ وهوونکی کی ايل راهول د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د توپ وهنې برخه کې د ډيلي کپټلز لوبډلي ګيڼ لاسې توپ وهوونکې شکر دوان څخه مخکې شو.

کی ايل راهول د هندوستان غوره ليګ ۱۴ م پړاو سياليو کې د رويال چيلنرز بنګلور لوبډلي په وړاندې لوبه کې د ۹۱ منډو په جوړولو سره د هغه لوبغاړو په جدول کې لومړی مقام خپل کړ چې د ۲۰۲۱ ز کال اې پې ايل سياليو کې ډيري منډي لري.

کی ايل راهول د ۲۰۲۱ ز کال د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل ۱۴ م پړاو سياليو کې په ۷ لوبو کې د ۳۱۱ منډو په جوړولو سره د هغه لوبغاړو په ليست د جدول سر کې ځای خپل کړ چې د ۲۰۲۲ ز کال د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل ۱۴ م پړاو سياليو کې ډيري منډي لري.

د ۲۰۲۱ز کال د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل ۱۴ م پړاو سياليو په لومړيو کې د ډيلي کپټلز لوبډلي کيڼ لاسی او چټک توپ وهوونکی شکر دوان د جدول سر کې ځای درلود.

د ډيلي کپټلز کين لاسی او چټک توپ وهوونکی شکر دوان د ۲۰۲۱ ز کال د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل ۱۴ م پړاو سياليو کې په ۷ لوبو کې د ۳۱۱ منډو سره د جدول سر کې لومړی مقام درلود.

خو، د پنجاب کينګز لوبډلي پيليز او چټک توپ وهوونکې کی ايل راهول د رويال چيلنجرز لوبډلي په وړاندې چټکې توپ وهنې سره او په ۵۷ توپونو سره د ۹۱ منډو په جوړولو سره کی ايل راهول وکولی شول چې د ډيلي کپټلز لوبډلي کيڼ لاسی او چټک توپ وهوونکی شکر دوان څخه د ډيرو منډو جوړولو جدول کې لومړی مقام خپل کړي.

کی ايل راهول د ۳۱۱ منډو په جوړولو سره د جدول سر کې لومړی مقام خپل کړ او اورېنج کئپ يا هغه خولۍ چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې د ډيرو منډو جوړونکي لوبغاړي ته ورکول کيږي خپله کړه 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ