پاکستان سوپر لیګ پاتي سیالي. | خبریال

پاکستان سوپر لیګ پاتي سیالي.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان غوره لیګ یا د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو سیالۍ چي د روان ٢٠٢١ کال د فبروري د مياشتې په ٢٠ نیټه د شپږو
لوبډلو ترمنځ پیل شوي وي.

چي د ١٤ لوبو يي ترسره کولو ورورسته پاتي لوبي د کرونا له وجي وځنډيدې.

اوس یوځل بیا د یاد لیګ پاتي لوبو ترسره کولو سره لپاره چمتوالي شوي.

یادي لوبي به د جون میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او تر د جون د میاشتې تر شلمي نیټي پوري دوام وکړي.

د پاکستان غوره لیګ کې د اصولو سره هره لوبډله مکلفه ده.چي د مي د میاشتي تر ٢٣ نیټي پوري خپلې لوبډلې او لوبغاړي حاضر کړي.تر څو د سیالیو تر پیل پوري قرنطین تیر کړي.

همدارنګه د پاکستان سوپر لیګ کې چي پنځه افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان،قیس احمد،نوراحمد لکڼوال،او مجیب الرحمن چي په یاد لیګ کې اخیستل شوي وه او ولوبیدل.

همدارنګه د پاکستان سوپر لیګ ته کڼو افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړي وه . چي د یادو لوبغاړو څخه یوازي پنځه افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ سیالیو لپاره واخیستل شوو.

خو اوس په دي لیګ محمد نبي عیسي خیل،راشد خان ارمان، او مجیب ځدران د نه لوبیدو پریکړه يي کړي ده. خو نور احمد لکڼوال او قیس احمد به پکې وي.

د پاکستان سوپر لیګ پاتي لوبو ته په تازه بولي کې دوه افغان لوبغاړي نجیب الله ځدران او رحمن الله ګربز واخیستل شو.

نجیب الله ځدران د کراچي کینګز لوبډلې او رحمن الله ګربز د ملتان سلطانز لوبډلې واخیسته.

همدارنګه نجیب الله ځدران د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې تر اخیستلو وروسته په یو ټويټ کې وویل، چي ده دي لیګ پیلیدو او د کراچي کینګز لوبډلې سره د یوځاي کیدو په موخه ډیر بي صبرانه دي.

همدارنګه د پاکستان سوپر لیګ کې شپږ لوبډلې یو دبل پر وړاندي لوبي ترسره کوي.

یادي لوبډلې د اسلام اباد یوناتید، کراچي کینګز ،پیشاور
زلمي، لاهور قلندرز ،ملتان سلطانز ، او کوټه کلډیټرز لوبډلې شاملې دي.

د پاکستان سوپر لیګ تیر پړاو کراچي کینګز لوبډلې کټلې وه. سږ کال به د خپلي اتلولي د دفاع لپاره ډیر کوشش کوي.

باید یاده شي چي د کراچي کینګز لوبډلې سره د محمد نبي پرځاي نجیب ځدران د یادي لوبډلې د پاتي لوبو لپاره یوځاي شوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ