ولې افغان لوبغاړي د کرکټ په نړيواله درجه بندۍ کې د زوال سره مخ دي؟ | خبریال

ولې افغان لوبغاړي د کرکټ په نړيواله درجه بندۍ کې د زوال سره مخ دي؟

کريکبال وېب پاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لوبغاړي د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې د نړيوالو لوبغاړو په درجه بندۍ کې د زوال سره مخ دي او په نړيواله درجه بندۍ کې خپل ارزښت دلاسه ورکوي.

تازه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي پياوړی او کيڼ لاسې توپ وهوونکي حضرت الله ځاځی د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې د شل اوريزه لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې د لسم مقام څخه يوولسم مقام ته ښکته شوی دی.

 حال دا چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي کيڼ لاسې او پياوړې توپ وهوونکي حضرت الله ځاځی د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله ته ډير کم وخت کيږي چې لار موندلي ده او ډيري کمې نړيوالي لوبي يې لوبولي دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي کيڼ لاسې او پياوړې توپ وهوونکي حضرت الله ځاځی په ډيرو کمو لوبو کې وکولی شول چې د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې د نړيواله شل اوريزه لوبو په درجه بندۍ کې لسم مقام خپل کړي.

خو د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې لخوا د شل اوريزه لوبو په نړيواله تازه درجه بندۍ کې بيا حضرت الله ځاځی دا مقام له لاسه ورکړی او د لسم مقام څخه يوولسم مقام څخه لويدلی دی.

د حضرت الله ځاځی په څير نور افغان لوبغاړي هم ورته حال لري او د کرکټ په نړيوالو درجه بندیو کې د زوال سره مخ دي، چې اصلي لامل يې په کرکټ بورډ کې د فساد شتون او پياوړو لوبغاړو ته وخت نه ورکول دي.

د افغانستان کرکټ بورډ کې فساد اوج ته رسيدلی دی، د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلو لوبو کې د لياقت او استعداد پرځای هغه لوبغاړو ته وخت ورکوي چې پيسې او يا هم واسطې ولري.

د افغانستان کرکټ بورډ دا کار نه يوازې د ملي لوبغاړو په کارکردګۍ بده اغيز کړي بلکې د افغانستان په مل ټيم هم بده اغيز کوي.

په افغان کرکټ بورډ کې فساد اوج ته رسيدلی دی او همدارنګه د کرکټ بورډ لخوا ملي لوبډلي او ملي لوبغاړو ته د لوبو نه برابرول ددې لامل شوی چې د افغانستان د ملي ټيم لوبغاړي د کرکټ په نړيواله درجه بندۍ کې خپل ارزښت دلاسه ورکړي او افغان لوبغاړي د زوال سره مخ دي 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ