د چینای ستر هدف بیا هم ممبیی لوبډلي پوره کړه. | خبریال

د چینای ستر هدف بیا هم ممبیی لوبډلي پوره کړه.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ سیالیو په دوام نن د یاد لیګ اووه ویشتمه لوبه ترسره شوه.

یاده لوبه چي د چینای سوپر کینګز او ممبیی انډیز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبي بچه یا ټاس د ممبیی انډیز لوبډلې وکټله. او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه.او د توپ وهني بلنه يي د چینای لوبډلې ته ورکړه.

د چینای لوبډلې لخوا ډیره ښه توپ وهنه ترسره شوه.
چي په ټاکل شوو شل اورونو کې يي د څلورو لوبغاړو په زیان ٢١٨ منډې ترلاسه کړي.

د چینای لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې امپاتي رایدوو په ٢٧ توپونو باندي يي ٧٢ منډې ترلاسه کړي.

همدارنګه معین علی او فاف ډیفلیسی هم د چینای لوبډلې لپاره ښه توپ وهنه ترسره کړه.

معین علی په ٣٦ توپونو باندي يي ٥٨ منډې او فاف ډیفلیسی په ٢٨ توپونو باندي ٥٠ منډې د چینای لپاره ترلاسه کړي.او د ممبیی انډیز لوبډلې لپاره يي ٢١٩ منډې ستر هدف ورکړه.

د ممبیی انډیز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې يي کیرون پولارډ ښه توپ اچونه ترسره کړه.هغي په دوه اورونو کې يي دولس منډو په ورکولو سره دوه ویکټې ترلاسه کړي.

که څه هم چینای لوبډلې ستر هدف ممبیی لوبډلې ته ورکړي وه.

ممبیی انډیز لوبډلې یاد هدف د وروستي اور په وروستي توپ پوره کړه.

ممبیی لوبډلې د شپږو ویکټو په زیان يي ٢١٩ منډې ترلاسه کړي او د چینای لوبډلې ته يي د څلورو ویکټو په شتون کې ماتي ورکړه.

د ممبیی انډیز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې کیرون پولارډ ښه توپ وهنه ترسره کړه.نوموړي په ٣٤ توپونو باندي يي ٨٧ ناسوځیدلي منډې ترلاسه کړي.

د چینای لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې سیم کرن په څلورو اورونو کې يي د ٣٤ منډو په ورکولو سره يي د چینای لوبډلې لپاره یي دري ویکټي ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي ګیرون پولارډ وټاکل شوو.نوموړي د دوه ویکټو اخیستو ترڅنګ يي د ممبیی لوبډلې لپاره يي ٨٧ ناسوځیدلي منډې ترلاسه کړي.

ممبیی لوبډلې د یادي لوبي په کټلو سره د جدول څلورم مقام ته ځان ورسوه.

د یاد لیګ په دوام راتلونکې لوبه سبا ماسپښین د سنرایزر حیدراباد او راجستان رایلز ترمنځ ترسره کیږي.

بله لوبه بیا سبا ماښام د پنجاب کینګز او ډیلي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ