ولې د چينای لوبډلي اسانه لوبه وبايلله؟ (مهم) | خبریال

ولې د چينای لوبډلي اسانه لوبه وبايلله؟ (مهم)

کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل په ۲۰۲۱ ز کال د ۱۴ م پړاو سياليو په ۲۷ مه لوبه کې د چينای سوپر کينګز لوبډلي ممبۍ اينډينز لوبډلي په وړاندې اسانه لوبه وبايلله.

د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل په ۲۰۲۱ ز کال د ۱۴ م پړاو سياليو په ۲۷ مه لوبه کې د چينای سوپر کينګز لوبډلي د ممبۍ اينډينز لوبډلي ته په ټاکلو شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.

په شل اوريزه لوبو کې د ۲۱۹ منډو هدف د يوې لوبډلي لپاره ستر هدف دی چې مقابلي لوبډلي ته يې ټاکي.

خو، د مقابلي لوبډلي لخوا د يو داسې ستر هدف ترلاسه کول د يوې لوبډلي د توپ اچوونکو په کمزورې او ضموارۍ پرته د توپ اچوونې ترسره کولو باندې دلالت کوي.

دا چې د ممبۍ اينډينز لوبډلي وکولی شول چې د چینای سوپر کينګز لوبډلي په وړاندې يو داسې ستر هدف ترلاسه کړي نو بيشکه دا د ممبۍ اينډينز لوبډلي د توپ وهوونکو په غوره او چټکې توپ وهنې او  د چينای سوپر کينګز لوبډلي د توپ اچوونکو په بې کفايته او کمزورې توپ اچووني دلالت کوي.

د چينای سوپر کينګز لوبډلي لپاره يې يو توپ اچوونکې هم داسې توپ اچوونه ترسره نکړه چې د مقابلي لوبډلي ( ممبۍ اينډينز لوبډلي ) توپ وهوونکي تر خپل فشار لاندې راولي او د ممبۍ اينډينز لوبډلي توپ وهوونکي د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راولي.

برعکس د ممبۍ اينډينز توپ وهوونکو د چينای سوپر کينګز لوبډلي تر خپل فشار لاندې راوستل او د شلم اور په وروستې توپ يې وکولی شو چې ټاکلی ( ۲۱۹ ) هدف ترلاسه کړي.

د توپ وهنې په برخه کې د چينای سوپر کينګز لوبډلي لپاره د هندوستانی لوبغاړی او د هندوستان په سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د چینای سوپر کينګز لوبډلي پياوړې توپ وهوونکې امبتې راډېوو تر نور لوبغاړو د چينای سوپر کينګز لوبډلي لپاره ښه وځليد او په ۲۷ توپونو يې ۷۲ ناسوځيدلي منډي جوړي کړي.

او د ممبۍ اينډينز لوبډلي لپاره ويسټ اينډيزي لوبغاړې کيرن پولارډ په ۳۴ توپونو ۸۷ ناسوځيدلي منډي جوړي کړي.

د ممبۍ اينډينز لوبډله د کيرن پولارډ د چټکې توپ وهنې پرمټ بريا ترلاسه کړه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ